کندهار (پژواک ١٨ غويى ٩٢): امنيتي سرچينې وايي، چې د ډيورنډ کرښې څېرمه د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د پولې له هغې غاړې پر سرحدي پوستو بريدونه شوي، چې نږدې يو ساعت يې دوام درلود.
سرچينې زياته کړې، د درنو وسلو دغه بريدونه وسله والو مخالفينو د پاکستان د سرحدي پوليسو په مرسته کړي دي.
په سوېل کې د سرحدي پوليسو د ٣٠٣ زون قوماندان مل پاسوال تفسيرخان خوګياڼي د غويي په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مخالفې وسله والې ډلې د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په جمعه خان کلا سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستو د درنو وسلو ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه، وروسته د دواړو غاړو تر منځ نښته شوې، چې څو ساعته يې دوام درلود، خو د سرحدي پوليسو تر ځوابي ډزو يو ساعت وروسته بريدونه پاى ته ورسېدل.
د نوموړي په وينا، بريد کوونکي د پاکستان د سرحدي پوليسو په مرسته راغلي وو او تر بريد وروسته بېرته له همدې لارې په شا ولاړل.
خوګياڼي وويل، چې په دغو بريدونو کې سرحدي پوليسو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم دغه بريدونه تاييدوي، خو وايي چې له هغوى سره د پاکستان د سرحدي پوليسو مرسته نه وه.
نوموړي هم د دغو بريدونو د زيان يا مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل.
په زابل کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه داسې مهال د افغان ځواکونو پر سرحدي پوستو بريدونه کېږي، چې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سرتېرو تر منځ دوه ځلې نښتې شوې او پاکستاني ځواکونه يې له تاسيساتو جوړولو پر شا کړي دي.