کابل (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): د جاپان حکومت په ټول افغانستان کې د سړکونو د ساتنې او څارنې لپاره ٣٠ ميليونه ډالره بلاعوضه مرسته ځانګړې کړې ده.
د دې مرستې هوکړه ليک نن (د سې شنبې ورځ) د فوايد عامې وزارت د مرستيال او د جاپان د نړيوالو همکاريو د ادارې (JICS) تر منځ لاسليک شو.
د فوايد عامې وزارت د ساختماني او حفظ مراقبت چارو مرستيال احمدشاه وحيد پژواک اژانس ته وويل، د دغه هوکړه ليک له مخې ټاکل شوې، چې په دغو پيسو به ١٠٦ بېلابېل وسايط او ځينې ځانګړې دستګاوې واخيستل شي.
د هغه په وينا، په دغو وسايطو کې لوډر، ګريډر، ډمټرک، اکس کواټر او د واورې پاکونې يو شمېر ځانګړي وسايط شامل دي.
د فوايد عامې وزارت مرستيال زياته کړه، چې دغه وسايط او دستګاوې به د سالنګونو په ګډون ٦٠ زيانمنو شوو ساحو ته ځانګړي شي.
د احمدشاه وحيد د معلوماتو له مخې، اوسمهال اوه زره کيلومتره سړکونه کانکرېټ او کړېړ شوي او په هېواد کې نږدې ٣٥زره کيلومتره خام سړکونه جوړ شوي، چې ساتنې او څارنې ته اړتيا لري.
هغه زياته کړه، چې د ټول هېواد د سړکونو ساتنې لپاره زياتو امکاناتو ته اړتيا ده، خو بيا هم د جاپان دغه تازه مرسته کولاى شي، تر يوې کچې ستونزې لرې کړي.
د ياد وزارت وزير وويل، جاپان لومړى هېواد دى، چې په تېرو لسو کلونو کې يې د سړکونو د ساتنې، سمبالتيا، ساتنې او څارنې په برخه کې په لوړه کچه مرستې کړې دي.
د افغانستان لپاره د جاپان د نړيوالو همکاريو ادارې (JICS) رييس کنجي ميدا په خپلو خبرو کې وويل، چې د يادو ساحو ساتنه او څارنه په هېواد کې د بېلابېلو اقتصادي او ټولنيزو فعاليتونو لپاره خورا مهمه ده.
هغه زياته کړه: “موږ به دغه وسايط د بېخي رڼو تړونونو له لارې وپېرو، وروسته به د ټولګټو وزارت کارکوونکو ته د دغو وسايطو د کارونې روزنه ورکړو، څو په اسانۍ سره يې وکاروي.”
په افغانستان کې د جاپان سفارت د اقتصادي همکاريو رييس نوري اشيدا هم د جوړو شوو سړکونو ساتنه او څارنه مهمه وبلله او د افغانستان له حکومت نه يې وغوښتل، چې په دې برخه کې اړينه او د اړتيا وړ بوديجه تامين کړي.
هغه په ورته وخت کې وويل، جاپان تصميم لري، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي .
د هغه په خبره، جاپان له ١٣٨١ لمريز کال نه تر اوسه پورې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ٤ ميليارده ډالر مرسته کړې ده.