ژبه

شمالي ولايتونو ته د رايو د کارتونو د وېش اړين توکي واستول شول

اباسين زهير

۲۸ غویی ۱۳۹۲ - ۱۷:۲۹

Views: ۹۰

کابل(پژواک٢٨غويى٩٢): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د رايو ورکولو لپاره د کارتونو د وېش لپاره اړين بنسټيز توکي  نن  د افغانستان  نهو شمالي ولايتونو ته هم واستول .

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور نن په کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې ولايتونو ته د يادو توکو د لېږد لړۍ د روانۍ مياشتې په ٢٣مه پيل شوې او د همدې مياشتې په ٣٠ مه به بشپړه شي.

نور وايي ، چې نن د رايو ورکولو لپاره د کارتونو د وېش اړين توکي  فارياب ، بدخشان ، بلخ ، جوزجان ، تخار ، بغلان ، کندوز ، سرپل او سمنګانو ولايتونو  ته واستول شول .

ده وويل ، ځينو ولايتونو ته مخکې دغه توکي لېږدول شوي او د نننيو توکو په لېږد سره د هېواد له سوېل او مرکزي ولايتونو پرته ټولو ولايتونو ته ياد شوي توکي واستول شول .

کابل ، پروان ، ميدان وردګ، پنجشېر، کاپيسا ، غور ، باميان ، دايکنډي او  اروزګان د هېواد مرکزي او لوګر، غزني ، زابل او کندهار د هېواد سوېلي ولايتونه دي . 

 هغه وايي ، چې دغه توکي د افغان ملي ځواکونو په مرسته د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته د ځمکى او هوا له لارې استول شوي دي .

د ده په وينا، د ټاکنو خپلواک کمېسيون په پام کې لري ، هغو کسانو ته کارتونه ورکړي ، چې د رايې ورکولو  کارتونه يې ورک شوي وي ، نوي اتلس کلن شوي او يا يې هم کارتونه د استعمال وړ نه وي .

دى  وايي ، چې د کمېسيون د اټکل له مخې، د دې کسانو شمېر به شاوخوا څلور ميليونو کسانو ته ورسيږي ،  خو که د دې کسانو شمېر ډير هم شي کمېسيون ورته  چمتوالى لري.

ټاکل شوې ، چې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره  د رايې د کارتونو د وېش لړۍ د غبرګولي په پنځمه د هېواد د ټولو ولايتونو په مرکزونو او د زمري د مياشتې په څلورمه   د  ټولو ولسواليو په مرکزونو کې پيل شي.

هغه وويل، چې هر مرکز به يو د نارينه وو او يوه هم د ښځو لپاره د کارتونو د وېش څانګې ولري.

دغه راز ده  وويل ، چې کمېسيون د ټاکنو د ورځې لپاره د ٧زره مرکزونو د امنيت د نيولو لېست امنيتي ارګانونو ته سپارلى او ټاکل شوې، چې د څلورو مياشتو په اوږدو کې کمېسيون ته په دې اړه ځواب ورکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون دغه لېست د تېر کال د کب مياشتې په وروستو کې امنيتي ارګانونو ته سپارلى دى.