کابل (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): افغانستان او ايران يو نوى قضايي سند لاسليک کړ، چې پر بنسټ به يې ايران د افغانستان حکومت ته ځينې زندانيان سپاري.
د ايران د قضائيه قوې مطبوعاتي دفتر اعلان کړى، چې دغه تړون پرون د افغانستان د سترې محکمې مشر عبدالسلام عظيمي او د ايران د قضائيه قوې مشر ايت الله املي لاريجاني تر منځ لاسليک شو.
عبدالسلام عظيمي او له هغه سره اوه کسيز پلاوى د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د عدليې او بهرنيو چارو وزارتونو او لويې څارنوالۍ د لوړ پوړو چارواکو په ګډون، د ايران له ځينو لوړپوړو چارواکو سره د کتو په موخه تهران ته سفر وکړ.
د ايران د قضائيه قوې مطبوعاتي دفتر ويلي، چې په دغه تړون کې د دواړو هېوادونو د قضايي او حقوقي همکاريو د کچې لوړل او د قضايي همکاريو هوکړه ليک، چې له دې وړاندې لاسليک شوى و، ټينګار وکړ او له يوه بل سره يې د حقوقي تجربو د شريکولو پر دوام ټينګار وکړ.
د ايران د قضائيه قوې له خوا د خپروشوو معلوماتو له مخې، ياد هېواد دې ته چمتو دى، څو لومړنۍ ډله افغان زندانيان افغانستان ته وسپاري، خو د زندانيانو د شمېر او د دغې طرحې ټاکلې نېټه يې نه ده په ډاګه کړې.
د سترې محکمې د نشراتو مشر محمد صديق ژوبل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه تړون لاسليکول به د دواړو هېوادونو قضايي اړيکې غښتلې کړي.
هغه وويل، چې تر اوسه د دغه سند د جزيياتو په اړه معلومات نه لري، خو زياته يې کړه، چې په دې اړه به بيا له تهران څخه راستون شوى افغان پلاوى نور معلومات ورکړي.
د ژوبل په وينا، افغانستان او ايران شاوخوا پنځه کاله وړاندې د مجرمانو استرداد، د زندانيانو د سپارلو او د قضايي همکاريو درې هوکړه ليکونه لاسليک کړي وو، چې تر اوسه يې د بېلابېلو دليلونو له مخې، عملي بڼه نه ده غوره کړې.
د سترې محکمې د نشراتو مشر، د ايران له خوا افغانستان ته د افغان زندانيانو د سپارلو د اعلان په اړه وويل، چې دوه کاله وړاندې هم د ايران د بهرنيو چارو وزير په کابل کې په دې اړه د زندانيانو د خوشې کولو ژمنه کړې وه، خو وروسته بيا عملي نه شوه.
د افغانستان دولت تر اوسه په ايران کې د افغان زندانيانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې، خو ايراني رسنۍ (تسنيم) په روانه مياشت کې اعلان وکړ ، چې شاوخوا پنځه زره افغانان چې ډېرى يې په ايران کې د نشه يي توکو پر قاچاق تورن دي، د بند شپې تېروي.
ايران په دې وروستيو کلونو کې د نشه يي توکو پر قاچاق تورن افغان زندانيانو د اعدام لړۍ ګړندۍ کړې، چې دغې موضوع د افغانستان د خلکو او دولت غوسه راپارولې ده.
د تېر کال په کب مياشت کې، ايران د پنځو اعدام شوو افغانانو مړي د تخار ولايت په کلفګان سيمه کې د هغوى کورنيو او خپلوانو ته د دفن کولو لپاره سپارلي وو.
د افغانستان د بشر حقونو او مدني ټولنې شبکې د معلومات له مخې، چې د تېر کال په نيمايي کې نشر شوي راغلي ، چې په ايران کې شاوخوا دوه زره افغانان زندانيان په اعدام محکوم شوي .
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن