نوى ډيلى (پژواک ٣٠ غويى ٩٢): د هند او چين مشرانو په داسې حال کې پر افغانستان خبرې کړي، چې ولسمشر حامد کرزى هم نن هند ته رسېدلى دى.
د چين لومړى وزير لي کې چيانګ چې پرون په يوه رسمي سفر نوي ډيلي ته رسېدلى، نن يې د هندوستان له لومړي وزير ډاکټر من موهن سنګ سره ليدلي دي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر وروستيو حالاتو هم خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، دواړو مشرانو د دې ليدنې پر مهال موافقه وکړه، چې په افغانستان کې د سولې، ثبات او د بيارغونې چارې بايد يواځې د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.
د چين او هندوستان د لومړي وزيرانو ترمنځ تر ليدنې وروسته په يوه ګډه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د افغانستان روانه شخړه د سيمې امنيت او ثبات لپاره اندېښنه ده.
په اعلاميه کې راغلي: ((د اسيا او سيمې د دوو مهمو هېوادونو په توګه موږ يو ځل بيا ټينګار کوو، چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.))
دواړو هېوادونو موافقه کړې، چې د افغانستان د شخړې د هوارۍ لپاره به د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې سره په ګډه هلې ځلې وکړي.
هند او چين په داسې حال کې د افغانستان په اړه خبرې کړي، چې ولسمشر کرزى هم نن په رسمي سفر هندوستان ته رسېدلى دى.
ولسمشر کرزى لومړى د هند چندي ګړ ښار ته تللى او نن به ورته د دغه ښار د پوهنتون له خوا د دوکتورا سند ورکړل شي.
هغه به له ماښام وروسته ډيلي ته ولاړ شي، چېرې چې سبا د دغه هېواد له ولسمشر پرناب مکرجي او لومړي وزير من موهن سنګ سره رسمي خبرې کوي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن