ژبه

د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي

جاوېد هميم کاکړ

۳۱ غویی ۱۳۹۲ - ۱۰:۴۶

Views: ۱۵۹

کابل (پژواک ٣١ غويى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي.

په کابل کې د ملي دفاع وزارت له خوا د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د وسله والو مخالفينو د ماين په چاودنو او بريدونو کې وژل شوي دي.

سرچينې ويلي، چې په دې پېښو کې يو شمېر سرتېري ټپي شوي هم دي، خو شمېر يې نه دى په ډاګه کړى.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې وروسته له هغه د ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې چې بهرنيو ځواکونو د سيمو د امنيت چارې دغو ځواکونو ته وسپارلې.

د ايساف د معلوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې  ٩٥ سلنه عمليات د افغان ملي ځواکونو له خوا او د دوى په مشرۍ ترسره کېږي.

د ملي دفاع وزارت تېره مياشت ويلي وو، چې هره مياشت يې شاوخوا دوه نيم سوه سرتېري وژل کېږي.