ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ژمنې وکړې

هند افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ژمنې وکړې

author avatar
21 May 2013 - 22:01
هند افغانستان سره په بیلا بیلو برخو کې د همکاریو زیاتولو ژمنې وکړې
author avatar
21 May 2013 - 22:01

نوی ډیلی( پژواک ۳۱ غویی ۹۲ ) :  هندوستان په ډاګه کړه، چې دوی به د لیږد او  بدلون په لسیزه کې د افغانستان حکومت او خلکو سره یو ځای ولاړ وي.

دغه څرګندونې د هندوستان ولسمشر پرنام مکرجي او لومړي وزیر منموهن سنګ د  غویي په ۳۱مه، په نوي ډیلي کې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر حامد کرزی پرون مازیګر په دوه ورځني رسمي سفر هندوستان ته رسیدلی او له رسیدلو سره سم ددغه هیواد د پنجاب ایالت په چندیګړ سیمه کې د ایل پي او نړیوال پوهنتون لخوا ورسره ددکتوار اعزازي سند و رکړل شو.

حامد کرزي د شپې ناوخته د هندوستان پلازمینې ډیلي ته ورسید او نن یې له سوداګرو او یو شمیر نورو خلکو سره تر لیدنو وروسته یې ددغه هیواد ولسمشر او لومړي وزیر سره جلا جلا رسمي خبرې وکړې.

ددې لیدنې پر مهال د هندوستان ولسمشر پرنام مکرجي وویل چې هیواد یې د انتقال او بدلون په سختو حالاتو کې د افغانستان حکومت او خلکو سره یو ځای ولاړ دی.

هغه زیاته کړه : (( هندوستان پر دې ویاړي چې دافغانستان د حکومت او خلکو  سره ددغه هیواد د بیارغونې او پرمختګ په برخو کې همکار دی.))

دهندوستان ولسمشر وویل چې هندوستان او افغانستان په ټولو برخو کې لکه څرنګه چې د ستراتیژیکو همکاریو په سند کې یادونه شوې، خپلې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

د پرناب مکرجي په وینا، هندوستان غواړي چې دوه اړخیزې همکارۍ ، د ارګانونو په پیاوړي کولو، روزنې او نورو وسایلو په برخو کې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د هندوستان د ولسمشر د څرګندونو ستاینه وکړه او په ډاګه یې کړه، چې هندوستان افغانستان ته یو له ډیرو نږدیو هیوادونو څخه دی او افغانان دغه هیواد سره ځانګړې مینه لري .

هغه زیاته کړې : (( دافغانستان او هندوستان اړیکې اوس په یوه مهم پړاو کې قرار لري، او تر هر وخت پخوا څخه ډیر ښه دي.))

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې وروستو افغان ولسمشر حامد کرزي لومړي وزیر منموهن سنګه سره هم ولیدل او په  دوړه اخیزو اړیکو یې ورسره خبرې وکړې.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.