کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٢): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) او ځينې ګوندونه د ټاکنو قانون په طرحه کې د ولسي جرګې له ځينو بدلونونو سره موافق دي ،خو له ځينو سره مخالف نظر لري.
ولسي جرګې د ټاکنو د قانون طرحه، چې حکومت تېر کال په مرغومي مياشت کې ور استولې وه، له يو لړ بدلونونو سره يوه ځاى تېره ورځ د رايو په اکثريت تصويب کړه.
دغه طرحه په ١٧ فصلونو کې جوړه شوې او ٦٧ مادې لري.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فيفا) اوځينې سياسي ګوندونه د ولسي جرګې له خوا د يادې طرحې تصويب ځکه يوه لويه لاسته راوړنه بولي، چې تر اوسه ټاکنې د تقنيني فرمانونو له خوا ترسره کېدې.
په دې طرحه کې حکومت د ټاکنو د سيستم په اړه وړانديز کړى و، چې د پخوا په څېر دې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) وي، چې دغه وړانديز د ولسي جرګې له لوري هم ومنل شو.
خو د فيفا مشر جانداد سپين غر پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د مدني ټولنو او سياسي ګوندونو د ټاکنو د “مختلط سيستم” غوښتنه کوله ، چې ولسي جرګې ونه منله.
په مختلط سيستم کې د خپلواکو کانديدانو تر څنګ ګوندونه هم کانديدېداى شي، خو د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم کې ګوندي او غير ګوندي کسان په خپلواکه توګه ځان کانديدوي.
سپين غر هم مختلط سيسټم غوره وباله او ويې ويل چې د دې سيسټم له لارې سياسي ګوندونو ته تر ډيره د دې لاره هوارېږي ، چې ملي شورا ته لار پيدا کړي .
د حق او عدالت ګوند د رهبري پلاوي غړى عباس نويان هم وايي، چې ولسي جرګې بايد د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم (SNTV ) پرځاى مختلط سيستم تصويب کړى واى ، ترڅو د رايو د ضايع کېدو مخه نيول شوې واى .
د ملي جبهې وياند سردارمحمد رحيمي هم د ټاکنو د سيسټم په برخه کې نويان او سپين غر ته ورته نظر لري.
د حکومت له خوا د ټاکنو قانون د طرحې په دويمه ماده کې راغلي، چې رايې بايد د رايې له مرکزونو څخه د ولايت مرکز ته ولېږدول او وشمېرل شي ، خو د ولسي جرګې په مصوبه کې راغلي، چې رايې بايد له ځنډ پرته د رايې ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي.
په تېرو ټاکنو کې د رايې ورکونې د پايلو د لېستونو يوه کاپي کانديد ته ، يوه کاپي د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته او يوه کاپي هم له صندوق سره استول کېده او رايې د ولايت په مرکز کې شمېرل کېدې.
د فيفا مشر هم په دې برخه کې له ولسي جرګې سره موافق دى، خو وايي، چې د ټاکنو د پايلو يوه ، يوه کاپي بايد رسينو ، مشاهدينو ، د ګوندونو استازيو او د مدني ټولنو غړيو ته ورکړل شي.
د عدالت ګوند استازى عباس نويان هم د ولسي جرګې له يادې پرېکړې سره موافق دى او وايي ، چې د رايو د پايلو يوه کاپي په اړوند صندوق کې وي او يوه ، يوه کاپي يې دې کانديد،د ټاکنو خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورکړل شي.
د ملي جبهې وياند رحيمي هم ټينګار کوي ، چې رايې بايد د رايې ورکونې په مرکزونو کې وشمېرل شي .
هغه زياته کړه ، چې د ولايت په مرکز کې د رايې له شمېرلو خلک اندېښنه لري، ځکه چې هلته د درغلۍ امکانات شتون لري.
د ټاکنو قانون د طرحې په څلورمه ماده کې حکومت وړانديز کړى، چې د پخوا په څېر دې د ټاکنو وروستۍ پايلې د ټاکنو کمېسيون له لوري تصديق او اعلان شي.
خو ولسي جرګې پرېکړه وکړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون تر تصديق وروسته دې د ټاکنو پايلې د ټاکنو کمېسيون له لوري اعلان شي .
سپين غر ، نويان او رحيمي درې واړه د ولسي جرګې له دې پرېکړې سره موافق دي .
د يادې طرحې له مخې، حکومت وړانديز کړى و، چې هر ولايت بايد په څو ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، خو ولسي جرګې وپتېيله، چې هر ولايت دې د پخوا په څېر يوه ټاکنيزه حوزه وي.
د ازاد او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په پام سره په ياده برخه کې د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ کوي، خو وايي اړينه ده ، چې په راتلونکي کې د ولايتونو پر ځاى ټول هېواد په څو حوزو ووېشل شي.
د هغه په وينا، دا مهال ځکه غوره ده، چې هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه وي، چې د نفوس کره شمېر نه دى معلوم او سرحدونه هم په بشپړ ډول نه دي تړلي .
د ملي جبهې وياند هم وايي ، چې په افغانستان کې سر شمېرنه نه ده شوې او که چيرې هېواد په ټاکنيزو حوزو ووېشل شي، نو په لوړه کچه به په ټاکنو کې درغلي وشي ، ځکه چې پر حوزو د وېشل کېدو په صورت کې کېداى شي ، چې انتخاباتي حوزې ډېرې او د امنيت ټينګښت يې ستونزمن شي.
خو د نويان په اند ښه به وه ، چې ټول افغانستان په څو حوزو ويشل شوى واى، ځکه چې بيا هر کانديد کولاى شول ، چې په ښه توګه په خپله حوزه کې ځانته کمپاين وکړي او د رايو د ضايع کېدو مخه ونيول شي.
حکومت د ټاکنو قانون د طرحې د اومې مادې په شپږمه فقره کې وړانديز کړى و، چې د کوچيانو لپاره دې ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه وي، خو ولسي جرګې دغه وړانديز رد کړ او پرېکړه يې وکړه، چې ټول هېواد بايد د کوچيانو لپاره لس ټاکنيزې حوزې وي.
د فيفا مشر وايي ، چې د پخوا په څېر بايد ټول افغانستان د کوچيانو لپاره يوه حوزه ځکه وي ، چې د کوچيانو لپاره په لسو حوزو د افغانستان د وېشلو عملي کول ستونزمن دي .
هغه زياته کړه ، چې کوچيان په ځينو ولايتونو کې لږ او په ځنيو کې ډېر دي او ممکن نه ده، چې افغانستان دې په مساويانه ډول د کوچيانو لپاره په لسو حوزو وويشل شي .
خو نويان او رحيمي ، په دې برخه کې د ولسي جرګې له پرېکړې ملاتړ کوي وايي، چې په دې توګه کوچيان کولاى شي ښې ټاکنيزې سيالۍ وکړي .
د هغوى په اند، په دې توګه کېداى شي ځينې کوچيان په ځينو سيمو کې مېشت او له يوې سيمې بلې سيمې ته کډوالي پرېږدي .
په تېره شاوخوا يوه لسيزه کې د ملي شورا او ولسمشرۍ ټاکنې دوه ځله ترسره شوې او په دې ټاکنو کې د کوچيانو لپاره ټول افغانستان يوه ټاکنيزه حوزه و.
د ټاکنو د قانون طرحه په داسې حال کې تصويب شوه، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره لومړنۍ تيارۍ پيل شوې دي . ټاکل شوې چې دغه ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.
د قانون مسوده د ولسي جرګې تر تصويب وروسته د تاييد لپاره مشرانو جرګې ته استول کېږي او د ولسمشر تر توشېح وروسته د قانون بڼه غوره کوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن