کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٢): ځايي چارواکو د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د درېيو قوماندانانو په ګډون د ٣٣ وسله والو مخالفينو د وژلو ادعا کړې، خو طالبانو بيا خپل مقابل لوري ته د درنو زيانونو اړولو ادعا کوي.
د ځايي چارواکو پر وينا ، دغه مخالفين له تېرو دوو ورځو راهيسې د وردوج ولسوالۍ په برابري، غنيو، غچان او خوچ سيمو کې د نښتو او هوايي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ نن پژواک خبرى آژانس ته وويل ، چې د ٣٣ وسله والو مخالفينو پر وژل کېدو سربېره ٢٠ تنه نور ټپيان دي.
هغه زياته کړه، چې مخالفينو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو په هوايي بريدونو کې اوښتې ده.
د وردوج ولسوال دولت محمد خاور وويل، چې په وژل شوو کې د ملا شمس الله، ملا پدرجان او فيض الرحمن په نومونو درې طالب قوماندان هم شامل دي.
خاور زياته کړه، چې نن د وسله والو درې مړي د هغوى له يوه پټنځاى څخه ترلاسه شوي دي.
هغه وويل، امنيتي ځواکونو تېره ورځ غوښتل، څو ١١مه فرقه، چې طالبانو په کې نفوذ کړى و، چاڼ کړي، خو د وسله والو مخالفينو له مقاومت سره مخ شول او ياده مرګ ژوبله ور واوښته.
د وردوج ولسوال زياته کړه، چې تر اوسه د ملي اردو يو سرتېرى او د عامه ساتنې درې پوليس وژل شوي او شپږ کسه نور ټپيان دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د وردوج د غنيو سيمې په نښته کې يې ١٨ دولتي سرتېري وژلي او اته نور ټپيان شوي دي.
له بلې خوا د بدخشان د ولايتي شورا پخوانى رييس او اوسنۍ غړى ذبيح اله عتيق وايي ، چې په وردوج وسوالۍ کې ٣٠٠ طالبان د دولت پر وړاندې جنگېږي او خلک يې اندېښمن کړي دي.
هغه ادعا وکړه: “د طالبانو په منځ کې وژونکي، زناکاران او داسې کسان شته چې له دين نه هيڅ خبر نه دي.”
عتيق وويل ، مخکې له دې په دې ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي عمليات سرسري وو او د دولت مخالفينو خپل ځانونه د لنډ مهال لپاره په غارونو کې پټ کړي او کله چې امنيتي ځواکونو چاڼ شوې سيمې بېرته پرېيښې، نو دوى هم له بېرته له غارونو خپلو پخوانيو سيمو ته تللي دي.
خو د وردوج ولسوال وايي، ټاکل شوې ډېر ژر د طالبانو په نفوذي کلو کې عمليات پيل او دغه سيمه له هغوى پاکه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP