بروکسل (پژواک ۱۴ غبرګولی ۹۲): د ناټو سازمان سرمنشي په ډاګه کړه چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نوي ماموریت پر مهال به یې ځواکونه د اړتیا په صورت کې له افغان ځواکونو سره د جګړې پر مهال مرسته کوي.
د ناټو سرمنشي انډرس فوغ راسموسن دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۴مه په بروکسل د ناټو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په څنډه کې افغان خبريالانو ته د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.
د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن له غرمې مخکې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې، چېرې چې د ناټو سازمان مقر دی، پیل شوه.
په دې غونډه کې د ناټو د دفاع وزیرانو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزیر جنرال بسم الله خان په ګډون د ایساف د همکارو هېوادونو د دفاع وزیرانو، د ملګرو ملتونو او اروپایي هېوادونو استازو او په افغانستان کې د ناټو لوی قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ هم ګډون کړى دى.
راسموسن د پژواک خبري اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ناټو او ایساف د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې پر اساس راغلي وو، د نوي ماموریت لپاره د امنیت شورا پرېکړه اخيستل کېږي او کنه؟ وویل چې د شیکاګو کنفرانس پر مهال غړو هېوادونو پرېکړه کړې وه، چې د نوي ماموریت لپاره به له ټولو قانوني لارو کار اخلي.
هغه زیاته کړه: ((د امنیت شورا د پرېکړې پر نورو لارو هم غور کوو، چې په کې د افغان حکومت له خوا بلنه او غوښتنه ترلاسه کول دي، خو که د امنیت شورا پرېکړه ترلاسه شي، دا به غوره لاره وي.))
تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموریت په اډانه کې د ځواکونو روزنه، مشورې او همکاري مهمې چارې دي او دا چې دا همکارۍ به څه ډول وي؟ د ناټو سرمنشي وویل، چې مرستې او همکارۍ به په بېلابېلو برخو کې وي.
د نوموړي په وینا، دا له وخت مخکې ده، دوی اوس د نوي ماموریت پر څرنګوالي کار کوي او وروسته به دا ډول مسايل په ډاګه شي.
راسموسن وویل، تر ۲۰۱۴ کال وروسته دوی جګړه ییز ماموریت نه لري، خو په سختو حالاتو کې به د دوى ځواکونه له افغان سرتېرو سره مرسته کوي.
ده زیاته کړه، د دې ترڅنګ د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې يې ځواکونه د روزنې پر مهال د ځان د دفاع او د خپلو روزونکو د امنیت د خونديتوب حق لري.
خو د ناټو سرمنشي وویل، چې د اړتیا پر مهال به د افغان ځواکونو د هوایي یا ځمکنۍ مرستې پرېکړه په سیمه کې د دوی پوځي قوماندانان کوي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د افغانستان له پولو بهر ترهګر او د هغوی ځالې به د ناټو نوی ماموریت له ګواښ سره مخ نه کړي؟ راسموسن وویل، د دوی ماموریت د افغانستان په جغرافیایي حدودو کې دننه دی.
هغه ومنله چې ترهګر د افغانستان له پولو بهر په پاکستان کې خوندي ځالې لري او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې د هغوی پر ضد اقدامات وکړي.
راسموسن هیله څرګنده کړه، چې د پاکستان نوی حکومت به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته ادامه ورکړي.
نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې پاکستان غواړي د ترهګرۍ پر وړاندې له نړیوال اېتلاف څخه ځان ایستل غواړي.
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د ولایتي بیارغونې ډلو د بندولو په اړه وویل، چې دغه کار یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه کړى؛ ځکه د افغان حکومت غوښتنه وه چې دغه کارونه دې هم ملي بڼه خپله کړي.
راسموسن تر دې مخکې د کنفرانس له پیلېدو مخکې رسنیو ته په لنډو خبرو کې وویل، چې سبا به د ناټو او ایساف د ۵۰ هېوادونو د دفاع وزیران او استازي په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.
هغه زیاته کړه، ډېر ژر به افغان ملي ځواکونو د ټول افغانستان د امنیت او عملیاتو مشري پر غاړه واخلي.
راسموسن وویل، که څه هم افغان ځواکونه به د عملیاتو مشري پر غاړه واخلي، خو د ۲۰۱۴ کال تر پایه به ایساف ځواکونه په جګړه ییزو عملیاتو کې هم برخه اخلي.
نوموړي زیاته کړه: ((زه توقع لرم چې دغه ناسته به زموږ راتلونکو فعالیتونو د طرحې په تصویبولو کې مهم ګام پورته کړي.))
راسموسن د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې وویل، هيله من دى غونډه کې دې د پاتې کېدونکو بهرنیو سرتېرو د شمېر په اړه کومې پرېکړې ته ورسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP