Language

کلات کې شپږ بريدګر وژل شوي او د دوو وکيلانو په ګډون ٢٠ تنه ټپيان دي

کلات (پژواک  ٢٠ غبرګولى ٩٢): د زابل چارواکي وايي، چې پر ولايتي شورا د شوي ډله ييز بريد په پايله کې ٦ بريد کوونکي وژل شوي  او د دوو وکيلانو په ګډون ٢٠ تنه ټپيان دي.

د زابل مرستيال والي محمدجان رسوليار د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ولايتي شورا دغه ډله ييز بريد نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې وشو.

هغه زياته کړه، چې له يوې لنډې نښتې وروسته شپږ واړه بريد کوونکي د پوليسو له خوا ووژل شول او اوس سيمه ارامه ده.

د رسوليار په وينا، بريد کوونکو لومړى د ولايتي شورا په دروازه کې د يوه موټر په وسيله چاودنه وکړه او بيا ودانۍ ته ننوتل.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي وايي، چې په دې پېښه کې د ولايتي شورا د دوو وکيلانو په ګډون ١٨ تنه ټپيان شوي چې په کې پوليس او عام خلک شامل دي.

د ده په خبره، چې د دوى له خوا پلټنې روانې دي او سيمه اوس مهال د امنيتي ځواکونو له خوا کلابنده ده.

د کلات د ملکي روغتون سرچينې وايي، چې دوى ته ٢٠ ټپيان ور وړل شوي، خو د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، نن سهار د کابل پر هوايي ډګر هم ډله ييز ځانمرګى بريد شوى و، چې يواځې د اوو بريدګرو په وژل کېدو پاى ته ورسېد.

Related Topics