تالقان (پژواک ٤ چنګاښ ٩٢): د جنرال دوستم پلويانو په ګډون سلګونو تنو نن يو ځل بيا د تخار-کندوز او بدخشان لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړلي او مسافرو ته يې ستونزې رامنځته کړې دي.
لاريون کوونکو پرون د تالقانو ښار په پل بنګي ، خواجه غار او کلفګان ولسواليو کې د لارو په بندولو سره غوښتنه کوله ، چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې دې د مجاهدينو شورا غړو ته ونډه ورکړل شي.
د لاريون کوونکو په وينا، د مجاهدينو شورا، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پخوانيو جهادي مشرانو په ګډون د هېواد له ټولو قومونو جوړه شوې، غړو ته يې د تخار په کومه اداره کې ونډه نه ده ورکړل شوې.
هغوى وايي، چې د تخار چارواکي بايد له څوکيو لرې او پر ځاى دې د يادې شورا غړو ته ونډه ورکړل شي.
لاريون کوونکو پرون د تخار-بدخشان، تخار- کندوز او د تالقانو-ماوراى کوچک لويې لارې تر پنځه ساعته تړلو وروسته د ترافيکو پر مخ خلاصې کړې او ګواښ يې وکړ، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، نو لاريونونه به له سره پيل کړي.
نن سلګونو تنو يو ځل بيا په يادو درېيو سيمو کې لاريونونه وکړل او يادې لويې لارې يې د سهار له نهه نيمو بجو تر اوسه د ترافيکو پر مخ تړلې دي.
د تخار د ولايتي شورا غړى حاجي جمشيد ادعا کوي، چې پرون د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي په ټيلېفوني اړيکه کې د تخار د مجاهدينو شورا مشر پيرم قل ته ويلي، چې رامنځته شوې يادې ستونزې ته دې د حل لاره ولټوي او خپلو لاريونونو ته د پاى ټکى کېږدي.
د ولايتي شورا دغه غړي، چې د جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د ملي جنبش ګوند غړى هم دى، پژواک خبري اژانس ته وويل: “د ولسي جرګې مشر ويلي، چې دولت د تخار ولايت اداري جوړښتونه ورغوښتي او د ولسي جرګې د استازو په ګډون به دغه ولايت ته يو پلاوى ولېږي، خو پلاوى تر پرون ماښامه معلوم نه شو او موږ اړ شوو، چې خپل لاريون له سره پيل کړو.”
هغه ګواښ وکړ، تر هغه به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي، څو خپلو غوښتنو ته نه وي رسېدلي.
په کلفګان ولسوالۍ کې يوه لاريون کوونکي قاري بسم الله هم وويل، چې نن سلګونه کسان د يوه لاريون په ترڅ کې سره راغونډ شوي او د تخار-بدخشان لويه لاره يې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
هغه زياته کړه: “موږ د تخار د والي، امنيه قوماندان او ملي امنيت رييس د ګوښه کولو غوښتونکي يو او د هغوى پر ځاى بايد د مجاهدينو شورا غړو ته ونډه ورکړل شي.”
خو د تخار د والي وياند سيد سليمان مرادي بيا وايي، چې د دغه ولايت په ادارو کې ټولو خلکو ته ونډه ورکړل شوې او څرنګه چې حکومت لازم بولي هماغه ډول عمل ترسره کېږي.
هغه له ډېرو جزئياتو پرته پژواک ته وويل، چې دغه لاريونونه د جنرال دوستم په ملاتړ ترسره شوي دي.
د تخار امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول خليل اسير هم وايي، چې لاريون کوونکو د دوستم په پلوۍ شعارونه ورکول، خو هغه تر اوسه د والي او يا هم د قوماندان د ګوښه کولو پر غوښتنه خبر نه دى.
خو د لارو بندېدو ملکي خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړې او هغوى غواړي، چې لاريون کوونکي بايد خپلې غوښتنې په دغه ډول مطرح نه کړي.
يوه موټر چلوونکي نجيب الله، چې په موټر کې يې پنځه سپرلي هم وو، وويل: “کله چې نن سهار د کلفګان سيمې ته ورسېدم نو د سړک دواړو غاړو ته کتار موټر ولاړ وو او انتظار وو، چې لاره خلاصه شي.”
ياد موټر چلوونکي زياته کړه، د هغو ماشومانو او ښځو روغتيايي حالت، چې د لارې بندېدو له امله خراب شوى و، له دوه نيمو ساعتونو وروسته يې د بدخشان مرکز فيض اباد پر لور حرکت وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د جنرال دوستم سلګونو پلويانو په جوزجان او سرپل ولايتونو کې د جوزجان د والي پر ضد لاريونونه وکړل او له امله يې د ميمنې- شبرغان او شبرغان- مزارشريف لويې لارې او د سرپل په بازار کې ځينې هټۍ تړل شوې وې.
له هغه وروسته پرون د جوزجان والي دغه ولايت پرېښود او ويې ويل، چې له ځان سره تر مصلحت وروسته د څو ورځو په موخه کابل ځي او کله چې دغه کړکېچ پاى ته ورسېږي بېرته به جوزجان ته ستون شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP