Language

د کندهار علماوو په روژې مياشت کې له طالبانو د جګړې درولو غوښتنه وکړه

کندهار ښار (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٢): د کندهار ولايت ديني عالمانو د يوې غونډې له لارې د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې د روژې د مياشتې په احترام دې جګړه ودروي.

دغه غونډه په کندهار کې د ديني عالمانو د اصلاحي ټولنې له لوري رابلل شوې وه، چې لسګونو ملا امامانو او ديني عالمانو په کې ګډون کړى وو.

 ديني عالمانو د خپلو ويناوو پر مهال، په دې وروستيو کې د هېواد په کچه د ملکي مرګ ژوبلې په ډېرېدو خواشيني وښودله او په ډاګه يې کړه، له ښکېلو اړخونو څخه هر يو، چې سولې ته غاړه نه ږدي، د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې مسووليت د هغوى پر غاړه دى.

 په کندهار کې د ديني عالمانو د اصلاحي ټولني مشر قاري بشير احمد وويل، وسله والو طالبانو په دې وروستيو کې په داسې حال کې په قطر کې دفتر پرانيست، چې په هېواد کې يې لا هم جګړه توده ساتلې او هره ورځ ګڼ شمېر ملکي وګړي د هغوى له لوري په خښ شويو ماينونو او وسله والو بريدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

 هغه ټينګار وکړ، که مخالفين رښتيا هم د هېواد پر بې وزلو وګړو زړه سوځوي، نو د سولې د خبرو د لومړي ګام په توګه دې د روژې د مبارکې مياشتې په احترام اوربند وکړي.

 غونډې ته د کندهار د سولې د ولايتي شورا مشر حاجي عطامحمد احمدي په خپله وينا کې وويل، چې هغوى هم د خپلې دندې له مخې په وار وار مخالفين سولې ته رابللي دي.

 هغه له ديني عالمانو وغوښتل، چې د دواړو لورو تر منځ منځګړيتوب وکړي او وسله وال مخالفين راضي کړي، چې جګړه بس او اوربند اعلان کړي.

 د دې تر څنګ په کندهار کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مرستيال شمس الدين تنوير هم، د ملکي وګړو مرګ ژوبله له زغمه وتلې ګڼي او له دواړو غاړو د جګړې د درولو غوښتنه کوي.

 هغه وويل، دواړه لوري بايد د روژې د مبارکې مياشتې په احترام جګړه ودروي، په دې برخه کې ديني عالمان مهم رول ادا کولاى شي.

 په دغې غونډه کې يو شمېر ديني عالمانو د افغان دولت او وسله والو مخالفينو تر منځ د سولې د هڅو پر افغاني کېدو هم ټينګار وکړ او ويې ويل، چې وسله وال مخالفين دې د بهرنيو پر ځاى له افغان دولت سره خبرې وکړي.

Related Topics