Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د يوه تاجکستاني په ګډون اته طالبان وژل شوي

کندوز (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٢): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې اته طالبان وژل شوي او شپږ پوليس ټپيان دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه درې ساعته نښته تېره ورځ له غرمې وروسته، هغه مهال د هجران سيمې په قرغان تيپه کلي کې رامنځته شوه، چې  طالبانو د پوليسو پر ګزمې بريد وکړ.

د ده په وينا، چې په وژل شوو کې د حقمل، محمدرحيم او بشيراحمد تاجکي په نومونو د مخالفينو درې قوماندانان هم شامل دي.

دى وايي، چې بشيراحمد د تاجکستان تبعه دى.

د حسينې په وينا، د يادې نښتې پر مهال يو طالب، يو سيمه ييز پوليس او پنځه ملي پوليس ټپيان او درې وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکى وايي، چې تېره ورځ له غرمې تر ماښامه په ياده سيمه کې نښته روانه وه، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

د هغه په وينا، کله چې نښته پاى ته ورسېده او دى له کوره ووت، ويې ليدل چې د پوليسو دوه رنجر موټر د سوځېدو په حال کې و.

وسله والو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.