کندهار ښار (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): چارواکو په کندهار ولايت کې د امنيتي پېښو په ترڅ کې د اوو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.
د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه وسله وال طالبان په پنجوايي ولسوالۍ کې د ايساف په هوايي بريد کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې تېر ماښام د همدې ولسوالۍ د ناخوني په سيمه کې هم يو طالب د خپل ماين چاودنې وژلى دى.
فيصل دغه راز وويل، چې د کندهار د معروف او زابل د شملزو ولسواليو پر ګډ سرحد باندې د يوې نښتې په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، دا نښته هغه مهال را منځته شوه، کله چې تېره ورځ د يادې سيمې د وتکي په ساحه کې د طالبانو او ګډو امنيتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه.
نوموړى وايي، چې له وژل شوو طالبانو ٣ ميله کلاشينکوفونه او يوه مخابره د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
فيصل زياتوي، چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى او امنيتي ځواکونه توانېدلي ، چې د سيمې امنيت وساتي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په زابل ولايت کې يې له چاودېدونکو توکو او وسلو ډک موټر نيولى دى.
د دغه وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په موټر کې ٣٠ ميله کلاشينکوفونه او درې زره کپسوله چاودېدونکي توکي بار شوي وو.
وسله والو طالبانو د يادو دواړو پېښو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.