Language

په کندهار کې ناقانونه مخابراتي دستګاه نيول شوې

کندهار (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د کندهار ولايت د امنيي قوماندانۍ پوليسو د دغه ولايت په هوايي ډګر کې يوه داسې ناقانونه مخابراتي دستګاه نيولې، چې پر مټ يې له خلکو پيسې غلا کېدې.

د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، دغه ناقانونه مخابراتي دستګاه يې د کندهار د هوايي لوا د قوماندان جنرال رازق شېرزي د زوى فريد شېرزي په مېلمستون کې نيولې ده.

هغه د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه دستګاه د پټو معلوماتو او (جي پي اېس) په مرسته کشف شوې او نيول شوې ده، چې له تېرو شپږو مياشتو راهيسې يې دغلته فعاليت کاوه.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د سيم باکس د دې دستګاه له لارې هره مياشت شاوخوا ١٨٠ زره ډالر د موبايل کار کوونکو له حسابونو څخه غلا کېدې.

اطرافي وايي، له دې دستګاه سره يو ځاى يې يو کس نيولى، چې تر پلټنو لاندې دى، خو د پاتو نورو کسانو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.

د کندهار د مخابراتو رياست د معلوماتو پر بنسټ، تر دې وړاندې هم دوه ځلې په ورته توګه ناقانونه مخابراتي دستګاوې نيول شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان  او د ښار د دريمې حوزې امر په دندو کې د بې غورۍ په تور له خپلو دندو  لرې کړى شوي دي.

د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ميوند ولسوالۍ امنيه قوماندان څارن عصمت الله په خپله  دنده کې د بې کفايتۍ په تور تېره ورځ  په  داسې مهال ګوښه شوى چې تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا دوه   اکمالاتي موټر وسوځول شول او قوماندان يې په اړه هيڅ هم ونه کړل.

دغه راز سرچينې زياته کړې، چې د ده د بې غورۍ له امله په دې ولسوالۍ کې دوه پوليس وژل شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کندهار ښار د دريمې حوزې امر هم له  خپلې دندې د بې کفايتۍ له امله ګوښه شوى دى.

 

Related Topics