کابل، جلال اباد (پژواک، ١٢ زمرى ٩٢): د کابل د سروبي ولسوالۍ خلک وايي، د سېلابونو د راوتلو له امله سلګونه کورونه ويجاړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونو تنو ژوند له لاسه ورکړى او ورک شوي دي.
د اول ګل په نوم د سروبي ولسوالۍ يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه سېلاب د تېرې ورځې د باران له امله رامنځته شوى او د بازار پراخه سيمه او څلور کلي يې ويجاړ کړي دي.
هغه زياته کړه: “د هغو معلوماتو له مخې چې له غرمې وروسته تر دوه نيمو بجو د ولسوالۍ له بېلابېلو سيمو ورته رسېدلي، تردې دمه ٩٦ تنه چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي، سېلاب له ځان سره وړي دي.”
د ده په وينا، تراوسه پورې د ٤٠ تنو جسدونه پيدا شوي او خلک د نورو ورکو جسدونو د پيدا کولو په لټه کې دي.
د سروبي د سيمه ييزې شورا منشي الله محمد وايي، د سېلابونو له امله خلکو ته زيات تلفات او زيانونه اوښتي دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، لسګونه کورونه او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او د سروبي مرکزي روغتون ته هم زيان اوښتى دى.
د کابل د خاکجبار ولسوالۍ اوسېدونکى محمد داوود بيا وايي، چې د دې ولسوالۍ په چلاو سيمه کې د يوې کورنۍ ١٥ غړو د سېلاب له امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې عمومي رييس دايم کاکړ، پژواک ته وويل چې له خلکو څخه د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو تلفات او زيانونه زيات دي.
هغه زياته کړه: “موږ همدا اوس د مرستې رسولو له يوې ډلې سره د سروبي په لور په حرکت کې يو؛ خو لومړنۍ شمېرې ښيي، چې تراوسه پورې ٨ تنه مړه شوي او يو زيات شمېر کسان ورک دي.”
د ده په خبره، د سروبي د بازار نږدې ٤٣٠ کورونه او دوکانونه او د ولسوالۍ څو کلي ويجاړ شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ او د کونړ په برګمټال ولسوالۍ کې هم زيانونه اړولي، خو جزئيات يې نه دي معلوم.
د ننګرهار مسوولين وايي، چې سېلابونو د لسو تنو ژوند اخيستى او خلکو ته په زياته کچه زيانونه اوښتي دي.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات، پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې ٨ تنه مړه شوي او يو شمېر نور ورک دي.
ده زياته کړه، يو شمېر خلک د اوبو په منځ کې ګير دي، چې هوايي مرستې ته اړتيا لري.
د ننګرهار د سرې مياشتې مشر ننګيالي يوسفزي هم وويل، چې په حصارک ولسوالۍ کې هم دوه تنه مړه شوي دي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رييس وايي، د ملي اردوه يوه هليکوپتر چې سروبي ته د مرستې په موخه روانه وه، و يې نه شو کړى چې په دې ولسوالۍ کې کېني؛ خو د سره رود خلکو سره د لومړنيو مرستو په موخه يې دې ولسوالۍ ته الوتنه وکړه او هلته کېناسته.
ولسمشر حامد کرزي هم په يوه پيغام کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په سېلابونو کې د اوښتو زيانونو له امله خپله خواخوږي څرګنده کړې او اړوندو مسوولينو ته يې لارښوونه کړې، چې له زيان ځپلو سيمو سره بېړنۍ مرستې وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن