Language

کندهار ښار کې چاودنې ٢٦ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دوهم تعقيب: کندهار ښار (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): څو شېبې مخکې د کندهار ښار په ګنج کې چاودنې ٤ کسان ووژل او ٢٢ تنه يې ټپيان کړل.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه نيمې بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د کندهار ښار لوېديځ ته د باغ پول سيمې د ګنج (د څارويو د خرڅلاو ځاى) په ساحه کې چاودنه شوې ده.

دى وايي، چې چاودېدونکي په يوه کراچۍ کې ځاى پر ځاى شوي وو  او د رامنځته شوې چاودنې له امله يې څلور کسان وژل شوي او ٢٢ نور ژوبل دي.

په دې اړه به نور معلومات وروسته خپاره شي.

Related Topics