Language

کندهار ( پژواک ۲۱ زمری ۹۲ ) : د کندهار ښار په څلورمه ناحيه کې د شهيدانو د هديرې په يوه قبر کې ايښودل شويو چاودېدونکو توکيو د ناحيې د وکيل په ګډون دوه تنه ووژل او درې نور يې ټپيان کړل.

پېښه نن د زمري په ۲۱مه، ماښام د لمانځه پر مهال شوې ده.

د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند غورځنګ اپريدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو مخالفينو د نهمې ناحيې د وکيل ملک ناني د مور په قبر کې چاودېدونکي توکي ايښي وو، چې چاودنه يې کړې او د هغه په ګډون يې دوه تنه وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه، د نهمې ناحيې د وکيل ملک ناني مور د کوچني اختر په لومړۍ ورځ وفات شوې وه او په همدې ورځ يې د څلورمې ناحيې اړوند د شهيدانو په هديره کې خاورو ته سپارلې وه.

د نوموړي په وينا، ياد شوى وکيل نن ماښام له خپلو يو شمېر دوستانو سره يو ځاى د خپلې مور قبر ته د دعا لپاره تللى و، چې په قبر کې ايښودل شويو توکيو ورباندې چاودنه وکړه.

دى وايي، پوليس سيمې ته رسېدلي او د موضوع اړوند يې پلټنې پيل کړې دي.

که څه هم امنيتي چارواکي د پېښې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي، خو هغوى لا په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د یادونې وړ ده چې دتیر کوچني اختر په لومړۍ ورځ د ننګرهار غني خیلو ولسوالۍ  په یوه هدیره کې په یوه قبر کې د چاودنې له امله ۱۶ ښځې او ماشومان وژل شوي وو.