کندهار (پژواک ٢٢ زمرى ٩٢): په نږدې راتلونکي کې په کندهار ولايت کې د پانګونې په موخه د کورنيو او بهرنيو پانګوالو ملي کنفرانس جوړېږي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسسوول جاوېد فيصل د زمري په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کنفرانس د جوړېدو په اړه د هېواد د سوداګرۍ خونې مرستيال حاجي محمديونس مومند او د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې د پانګې اچونې د هڅونې د برخې مسوول ميوند منګل د يوه پلاوي په مشرۍ پرون د کندهار له والي سره ليدلي دي.
هغه زياته کړه، د ليدنې کتنې دې غونډې ته د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي نصرالله زهير او يو شمېر صنعتکاران هم ور بلل شوي وو.
د نوموړي په خبره، راغلي پلاوي والي ته وويل، چې په مرکز کابل کې يې کنفرانس ته د چمتووالي چارې بشپړې کړې او هڅه به وکړي، چې ګڼ شمېر کورني او بهرني پانګوال په دغه کنفرانس کې ګډون وکړي، تر څو دلته شته امنيت له نږدې وويني او پانګونې ته تشويق شي.
د کندهار والي هم وويل، چې د کنفرانس لپاره بشپړ چمتووالى لري او دلته د پخوا په پرتله امنيت ډاډمن شوى او پانګوالو ته په کې د پانګې اچونې پراخ مواقع شته.
فيصل وايي، ټاکل شوې دغه کنفرانس د روان کال په وږي مياشت کې جوړ شي، چې سلګونه کورني او بهرني سوداګر او پانګوال به په کې ګډون وکړي.
د هغه په وينا، دغه کنفرانس د کندهار د والي په غوښتنه د ماليې وزارت، د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې (ايسا) او د سوداګرۍ خونې په ملاتړ جوړېږي.
د يادونې وړ ده، چې په کندهار کې د کورنيو او بهرنيو پانګوالو د هڅوونې د دغه ملي کنفرانس د جوړېدو اعلان د زمري په ٣مه د ماليې وزير عمر زاخېلوال کندهار ته د خپل سفر پر مهال کړى و.
زاخېلوال هغه مهال ويلي و، چې د کندهار امنيتي وضعيت د پخوا په پرتله ډېر زيات بدل شوى، خو له بده مرغه چې لا هم د دغه ولايت تصوير نه يوازې په بهر کې، بلکې په خپله په افغانستان کې هم د خلکو او رسنيو تر منځ منفي دى.
هغه وويل، بايد هڅه وشي، چې نور دغه منفي تصوير بدل شي.
نوموړي په دې لړ کې اعلان وکړ، چې ډېر ژر به په کندهار کې د پانګونې د راجلبولو په موخه د کورنيو او بهرينو سوداګرو يو لوى کنفرانس جوړوي.
د ده په وينا، څه موده مخکې يې سوداګرو ته د ډېرو اسانتياوو د برابرولو په موخه يوه پاليسي اعلان کړه، وروسته يې تصميم ونيو، چې په کابل کې به د کورنيو او بهرنيو سوداګرو لوى کنفرانس جوړوي، چې هغوى دغلته پانګونې ته تشويق شي.
خو هغه وويل، اوس يې تصميم دا دى، چې دغه کنفرانس به په کندهار کې جوړوي، تر څو هم کورني او هم بهرني سوداګر راشي، کندهار وويني او دغلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.