نوى ډيلى ( پژواک ٣١ زمرى ٩٢ ) : د افغانستان د ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي د هندوستان له لومړي وزير منموهن سنګهـ سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د زمري په ٣١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دواړو مشرانو ددوه اړخيزو اړيکو ترڅنګ، په امنيتي ، سوداګريزو او د کانونو په برخه کې د همکاريو په پياوړتيا خبرې وکړې.
کريم خليلي دغه راز تېره ورځ د هندوستان ولسمشر پرناب مکرجي، مرستيال ولسمشر او د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد سره هم ليدلي دي.
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبر الدين د خليلي سفر مهم وباله او زياته يې کړه ، چې دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيک تړون له مخې ددواړو هېوادونو د چارواکو د تګ راتګ د لړۍ يوه کړۍ ده.
په دې سفر کې له کريم خليلي سره د اقتصاد وزير، لوى درستيز او يو شمېر نور مهم چارواکي هم ملتيا کوي.
سرچينې وايي، چې افغان پلاوي له هندي چارواکو سره د نظامي همکاريو په برخه کې هم خبرې کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن