کندهار (پژواک ٧ وږى ٩٢): د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې دوه چاودنې شوي، چې په يوې کې خاوند او مېرمن وژل شوي او وړوکى زوى يې ټپي شوى او په دويمه کې يو پوليس وژل شوى او بل ټپي دى.
لومړۍ چاودنه نن غرمه يوه بجه د دې ولسوالۍ په ګاره سيمه کې شوې ده.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يو خاوند او مېرمن له خپل وړوکي زوى سره پر موټرسايکل روان وو، چې د لارې پر سر ورباندې د مخالفينو له خوا اېښودل شوي ماين چاودنه کړې ده.
هغه زياته کړه، په دې پېښه کې خاوند او مېرمن وژل شوي او ماشوم يې ټپي دى، چې وروسته ايساف ځواکونو موندلى او د درملنې لپاره يې روغتون ته وړى دى.
دويمه چاودنه د همدې ولسوالۍ په ګورکان سيمه کې د پوليسو پر ګزمه شوې، چې په کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د شاوليکوټ ولسوال حاجي عبيدالله وايي، چاودنه د پوليسو د ګزمې پر رينجر موټر شوې، چې يو پوليس يې وژلى او بل ټپي شوى او دغه راز رينجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
د نوموړي په وينا، وسله وال مخالفين په عامه لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي، چې ډېرى مهال د ملکي وګړو تر څنګ امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اړوي.
وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت منلى او وياند يې قاري يوسف احمدي وايي، چې په ياده چاودنه کې اوه پوليس وژل شوي، خو چارواکي يواځې د يوه پوليس وژل کېدل مني.
د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ مازديګر ناوخته د يوه واده د موټرو ترمنځ د ټکر له امله درې تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
جاوېد فيصل وايي، د واده د ورا موټر د هلمند له لښکرګاه ښار څخه کندهار ښار ته پر لاره وو، چې سراچه او ټونس موټرو ټکر وکړ او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې دوه ماشومانو او يوه مېرمن وژل شوي او پنځه نور، چې ښځې، ماشومان او نارينه په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، پېښه د ورا د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
پر دې لاره تر دې وړاندې هم خونړۍ ترافيکي پېښې شوي، چې د ګڼو کسانو ژوند يې اخيستى، چې لامل يې د سړکونو خرابوالى، د موټر چلوونکو بې احتياطي او نور دي.