کندهار ( پژواک ٩ وږى ٩٢ ) : د کندهار ښار په دويمه ناحيه کې د کابل بانک مخې ته په شوي ځانمرګي بريد کې تر ٣٠ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا ځانمرګى بريد نن د وږي په ٩مه، تر غرمې مخکې په شاوخوا يوولسو بجو هغه مهال وشوه، کله چې پوليس کابل بانک ته د معاشونو اخيستو په موخه راغلي وو.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ځانمرګى بريد کوونکى پلى و او د کابل بانک مخې ته د تالاشۍ پوستې سره يې ځانته چاودنه ورکړه.
هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه پوليس او څلور عام وګړي وژل شوي او تر ٢٠ پورې نور ټپيان دي.
فيصل وويل ، چې په ټپيانو او مړو کې پوليس او عام وګړي شامل دي.
بلخوا د کندهار د ميرويس روغتون سرچينې وايي، چې د پېښې له ځاى څخه ورته تر ٣٠ پورې مړه او ټپيان راوړل شوي دي.