کندهار (پژواک ١٠ وږى ٩٢): د افغانستان د برېښنا شرکت يوه پلاوي د کندهار د برېښنا په جريان کې د اصلاحاتو او سمون په موخه دغه ولايت ته سفر کړى او له چارواکو سره د ليدنې پر مهال يې ژمنه کړې، چې په دې برخه کې شته ستونزې به هواروي.
د کندهار ولايت په دې وروستيو کې يو ځل بيا د برېښنا د کمښت له ستونزې سره مخ شوى دى.
د برېښنا رياست چارواکي ادعا کوي، چې اوسمهال ٤٠ مېګاواټه برېښنا لري، په داسې حال کې چې شته برېښنا تر ٢٠ مېګاواټه هم کمه ده او په هيڅ توګه د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولاى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وږي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د برېښنا شرکت يو پلاوى پرون کندهار ته راغلى و او ناوخته يې په ولايت کې په يوه غونډه کې له والي سره د دغه ولايت د برېښنا د ستونزو په اړه خبرې وکړې.
سرچينه زياتوي، چې په دغه پلاوي کې د افغانستان د برېښنا شرکت عملياتي رييس شکېب احمد نثار او تجارتي رييس ميرويس حليمي هم شامل دي.
نوموړى وايي، چې له والي سره د راغلي پلاوي په ناسته کې د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزي، د ولايتي شورا غړو او ګڼ شمېر سوداګرو هم ګډون کړى و.
والي توريالي ويسا د برېښنا شرکت له پلاوي وغوښتل، چې د کندهار د برېښنا ستونزه دې ژر تر ژره هواره کړي
هغه په دې برخه کې ځيني وړانديزونه وکړل او ويې ويل، چې د برېښنا د بېلونو له لارې ټولېدونکي عوايد دې مرکز ته د لېږلو پر ځاى همدلته د ماشينرۍ پر ترميم ولګول شي، دغه راز د برېښنا مامورين دې په سيمه ييزه کچه تر يوې ازموينې وروسته په کار وګومارل شي.
نوموړي د دې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې د تېلو لپاره کېدونکي قراردادونه دې د مرکز پر ځاى په کندهار کې وشي او هم دې د تېلو د کيفيت د معلومولو لپاره لابراتوار جوړ شي، چې د ماشينونو د احتمالي خرابوالي مخه ونيول شي.
ويسا زياته کړه، چې له دهلې بند څخه هم د برېښنا د توليد په اړه سروې شوې، په کار ده چې پر دغه پروژه په مسلکي توګه کار پيل شي.
د کندهار د برېښنا رياست له خوا پر دهلې بند د ترسره شوې سروې له مخې دغه بند د ١٠ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو دلته ستونزه دا ده، چې دغه برېښنا به يوازې شپږ مياشتې هغه وخت وي، چې په بند کې کافي اوبه موجودې وي.
د غونډې برخه وال سوداګرو هم د برېښنا نشتوالى يوه جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، چې که دغه ستونزه هواره شي، نو دلته به په اقتصادي برخه کې ډېر پرمختګ وشي.
له کابل څخه د برېښنا شرکت راغلو د اصلاحي کمېسيون غړو وويل، چې په کندهار کې يې د برېښنا د جريان د سمون په برخه کې له تېرو څلورو مياشتو راهيسې اصلاحات پيل کړي دي.
د پلاوي غړي نثار احمد شکېب وويل، د کندهار په ګڼو سيمو کې د پخوانيو مزو پر ځاى نوي لګول شوي، جاينبکسونه يا خو نوي شوي او يا ترميم شوي، چې له امله يې اوس د برېښنا شرکت عوايد د پخوا په پرتله ٢٨ سلنه لوړ شوي.
هغه زياته کړه، په دې برخه کې يې کارونه روان دي، تر څو نوره برېښنا هم له ضايع کېدو وژغورل شي.
د برېښنا شرکت پلاوى داسې مهال د کندهار په برېښنا کې د سمون او اصلاحاتو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې د کندهار ښار اوسېدونکو ته ډېره کمه برېښنا رسېږي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په دې وروستيو کې د برېښنا جريان بېخي په نشت حساب دى، ځکه په ٤٨ ساعتونو کې ورته يوازې دوه يا درې ساعته برېښنا رسېږي.
بلخوا د کندهار د برېښنا رياست يوې سرچينې وويل، چې په دې وروستيو کې د هلمند له کجکي بند څخه کندهار ته د برېښنا غځېدلي مزي په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې له امله پرې شوي او دغه راز د برېښناکوټ د ډيزلي جنراټورونو تېل هم خلاص شوي دي.