Language

پاکستان ٢٩٢ بندي افغانان ازاد کړي

کندهار (پژواک ١١ وږى ٩٢): پاکستاني چارواکي وايي، چې ٢٩٢ افغانان يې د بلوچستان له زندانه خوشې کړي او په سپين بولدک کې يې افغان چارواکو ته سپارلي دي.

پاکستانۍ رسنيو د بلوچستان ايالت د ځايي چارواکو په حواله د وږي په ١١مه خبر ورکړى، چې دغه افغانان د پوليسو له خوا د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي وو.

سرچينې زياته کړې، چې خوشې شوي کسان د محکمې تر پرېکړې وروسته زنداني شوي وو او تر خوشې کېدو وروسته نن د چمن-سپين بولدک تر منځ د دوستۍ په دروازه کې افغان چارواکو ته وسپارل شول.

خو د سپين بولدک ولسوال محمدهاشم اغا وايي، چې دوى ته نن غرمه يواځې ١١١  افغانان سپارل شوي دي.

هغه زياته کړه، دغو افغانانو غوښتل چې په نا قانونه او قاچاقي توګه د بلوچستان ايات له لارې ايران او نورو هېوادونو ته ولاړ شي چې د پاکستاني پوليسو له خوا نيول شوي وو.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې هم پاکستاني ځواکونو په بېلابېلو سيمو کې ګڼ شمېر افغانان نيولي، بندي کړي او بيا يې تر پولې اړولي دي.

Related Topics