Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جګړې له وېرې بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه

ښرنه ( پژواک ١٢ وږى ٩٢) د پکتيکا په اورګون ولسوالۍ کې د سرې مياشتې ټولنې له خوا د جګړې له وېرې بې ځايه شويو سلګونه کورنيو سره مرسته وشوه.

څو مياشتې وړاندې له ګيان ولسوالۍ اورګون ته سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې کډه شوې، چې له بې کورۍ سربېره له ګڼو ستونزو سره لاس اوګرېوان دي.

په پکتيکا کې د سرې مياشتې ټولنې رييس انجنير مومن اکبري د وږي په ١٢مه پژواک اژانس ته وويل، څه موده وړاندې يې سيمې ته پلاوی لېږلى و، چې د کډوالو کره شمېره معلومه کړي.

نوموړي زياته کړه،اورګون ته ٣٠٠ کورنۍ کډوالې شوې دي او سمدستي يې د دوى اړتياوو ته په پام سره پرون ياده مرسته ورته ووېشله .

 د اکبري په وينا، چې له ګيان څخه بې ځايه شوې کورنۍ له بې کورۍ اوګڼو اقتصادي ستونزو سره  مخ دي.

د ګل محمد په نوم يو تن،چې اورګون ته کډوال شوى،د سرې مياشتې دغه مرسته تر لاسه کړه.

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې مرسته کې ټول ۱۴ قلمه توکي شامل دي، چې تر يو بريده د دوى اړتياوې پوره کولى شي.

نوموړي له سرې مياشتې ټولنې مننه وکړه، چې په وخت يې له دوى سره مرسته وکړه او د خلکو اړتياوې يې ورپوره کړې.

يو بل  کډوال متين د دې ترڅنګ، چې د سرې مياشتې په مرسته يې خوښې څرګندوله ، له دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د ګيانې ولسوالۍ ته دې په زياته کچه ځواکونه ولېږي ، ترڅو دوی وکولی شي بېرته خپلې سيمې ته ولاړ شي او ارام ژوند وکړي.

 نوموړي زياته کړه، اورګون ته راغلي کډوال په خېمو او زړو نړېدلو کورونوکې له ګڼو ستونزو سره يو ځای ژوند کوي.

د هغه په خبره، ډېری راکډه شوې کورنۍ په يوه کورکې دوه اودرې کورنۍ يو ځای اوسيږي .

د سرې مياشتې په مرستو کې جامې ، کمپلې،اوړه،وريجې،غوړي،چاى،بوره او صابون شامل دى.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.