Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز کې شپږ وسله وال وژل شوي

کندوز (پژواک ١٤ وږى ٩٢): په کندوز ولايت کې د يوه قوماندان په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دکندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې ياد شپږ وسله وال په دشت ارچي ولسوالۍ کې  د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال وژل شوي دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وژل شوو په ډله کې د وسله والو قوماندان قاري بلال هم شامل دى.

حسيني زياته کړه، چې په دغه بريد کې څلور نور وسله وال او دوه سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي دي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، چې ياده وسله واله نښته تېره شپه د دشت ارچي په محمدعلم، حاجي سرفراز، زفتاني، ميرعلم او پنجر غونډيو کې رامنځ ته شوې ده.

خو د سيمې يوه اوسېدونکي محمدعلي وويل، چې په ياده سيمه کې نن له غرمې مخکې هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل.

هغه وويل، چې په دې نښته کې د ملي ارود يو افسر او درې طالبان وژل شوي دي.

ياد اوسېدونکي وويل: ((که څه هم په جګړه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې؛ خو د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي او وېرېږو چې خلک زيانمن او بې ځايه نه شي.))

خوطالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې طالبانو دولتي ځواکونو ته د عمليات پر مهال کمين نيولى و، چې په ترڅ کې يې د ملي اردو ځواکونو د قوماندان نذير په ګډون ١٥ تنه وژل شوي دي.

هغه په دې نښته کې يواځې د يوه طالب وژل کېدل منلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.