Language

د وسله والو په بريدونو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي

کندهار-اسعداباد (پژواک ١٦ وږى ٩٢): دولتي چارواکي وايي، چې په کندهار او کونړ ولايتونو کې د وسله والو طالبانو له خوا په بريدونو کې ١١ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه په ميوند ولسوالۍ کې د  وسله والو طالبانو له خوا د هاوان يوې توغول شوې مرمۍ د ښځو او ماشوانو په ګډون ٦ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه مرمۍ د ميوند ولسوالۍ د سوربغل په سيمه  کې پر يوه کور لګېدلې ده.

فيصل زياتوي، چې په دې پېښه کې څلور ښځې ټپيانې شوې، يوه نجلۍ او يو هلک وژل شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې ټپيان   د افغان ملي امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، په کونړ ولايت کې هم د وسله والو طالبانو د هاوان په يوه بريد کې پنځه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د کونړ والي شجاع الملک جلاله وايي، چې تېر مازديګر د اسمار ولسوالۍ اړوند د ججي په سيمه کې د وسله والو د هاوان مرمۍ لګېدو چې د يوه کور په خوا کې لګېدلې، پنځه ماشومان ټپيان کړي  دي.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې څلور ماشومان، چې وروڼه کېږي، ټپيان او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه ولايت د پوهنې رياست وايي، ياد څلور ماشومان په ننګرهار د پښتونستان لېسې زده کوونکي وو او اوس خپلو کورنو ته په رخصتى تللي وو.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.