Language

ځينو امنيتي پېښو کې ٣٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

جلال اباد-کندهار (پژواک ١٦ وږى ٩٢): امنيتي سرچينو په ننګرهار، ميدان وردګو او کندهار ولايتونو کې د ٣٠ وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر ورکړ.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وږي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا ٨ بجې په چپرهار ولسوالۍ کې وسله والو مخالفينو د سپکو او درنو وسلو بريد کړى و.

هغه زياته کړه، چې د ملي ځواکونو په ځوابي عملياتو کې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دى.

دى وايي، چې وسله والو د دې ولسوالۍ له کنډي باغ او لنګه پور سيمو څخه پر ولسوالۍ ډزې کولې، چې د امنيتي موظفينو له لوري له ځمکني او هوايي بريد سره مخ شول.

عبدالزي وويل، چې د امنيتي موظفينو د معلوماتو له مخې، په دې جګړه امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د والي وياند دغه راز وايي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ افغان ځانګړو ځواکونو، ملي اردو، ملي پوليسو او اېتلافي ځواکونو د بټي کوټ ولسوالۍ د تکيې په سيمه کې عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال وژل شوى او د يوه ډلمشر قاري اجمل په ګډون ٤ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا د ميدان وردګو ولايت چارواکو هم د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د لسو وسله والو د وژلو خبر ورکړى دى.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې ملي ځواکونو په جلرېز ولسوالۍ کې د نجات په نوم پنځه ورځني عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کې چې ملي اردو، عامه نظم او ملي پوليسو برخه اخيستې وه، په ترڅ کې يې اوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

دى وايي، چې په دغو عملياتو کې دوه سرتېري هم ټپيان شوي او له مخالفينو وسلې او مهمات ترلاسه شوي دي.

خوګياڼي دغه راز وويل، چې  تېره ورځ د سيداباد ولسوالۍ په حسن خېل او بهادرخېل سيمو کې هغه درې ځانمرګي چې په يوه موتر کې يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى کول، په هوايي بريد کې وژل شوي دي.

دى وايي، چې په همدې ولسوالۍ کې يو بل طالب چې پر موټرسايکل روان و، په هوايي بريد کې وژل شوى او پنځه نور طالبان په جغتو ولسوالۍ کې ژوندي نيول شوي دي.

بلخوا د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېر  ماښام په ارغستان ولسوالۍ کې شپږ وسله وال طالبان د خپل ماين چاودنې وژلي دي.

د ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک ته وويل، چې يادو وسله والو تېر ماښام غوښتل چې د يادي ولسوالۍ د هډي غره  په ساحه کې ماينونه خښ کړي خو هدف ته تر رسېدو مخکې خپل ماين پرې چاودېدلى او شپږ تنه يې وژلي دي.

د هغه په وينا، پر همدې مهال يو بل وسله وال طالب هم  په پنجوايي ولسوالۍ کې د خپل ماين د چاودنې له امله وژل شوى دى.  

وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي، خو په يادو ولايتونو کې يې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.