کندهار (پژواک ٢١ وږى ٩٢): په کندهار کې د بشري حقونو سيمه ييز دفتر په دغه ولايت کې د تښتوونو او وژنو پر پېښو اندېښنه ښودلې او له چارواکو يې د مخنيوي او عاملينو ته يې د سزا غوښتنه کړې ده.
له ياد دفتره د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چې تښتوونکو پنځلس ورځې وړاندې د کندهار ښار له نهمې ناحيې د سيد هارون په نوم يو لس کلن ماشوم تر تښتولو وروسته وژلى او جسد يې تېره ورځ په داسې حال کې کورنۍ ته سپارل شوى، چې په ډېر ظلم او وحشت وژل شوى وو.
د وژل شوي ماشوم له کورنۍ څخه د اتيا لکو پاکستانۍ کلدارو غوښتنه شوې وه، خو ياده کورنۍ يې په برابرولو کې پاتې راغلې وه، چې بالاخره يې ماشوم ورته وواژه.
سرچينې د ورته يوې بلې پېښې يادونه کړې او ويلي يې دي، چې د احمدالله په نوم يو بل اته کلن ماشوم د کندهار ښار له کارېز بازار سيمې لومړى تښتول شوى او څو ورځې وروسته يې مړى د برېښنا په پايې پورې ځړول شوى وو.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د وږي په ١٨مه د کندهار ښار د نهمې ناحيې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې د ورځې درې بجې ناپېژانده وسله والو پر يوه کور بريد وکړ او د يادې کورنۍ اوه تنه (درې نارينه، دوې ښځې او دوه ماشومان) يې ووژل او وروسته وتښتېدل.
د بشري حقونو سيمه ييز دفتر پر يادو پېښو سخته اندېښنه ښودلې او وايي، چې دغو پېښو د کندهار ښار اوسېدونکي سخت اندېښمن کړي او د امنيتي چارواکو له ناغېړۍ او بې تفاوتۍ سر ټکوي.
سرچينه وايي، که د دغه راز پېښو مخه و نه نيول شوي او د ماشومانو د تښتونې پېښې دوام پيدا کړي، نو خلک به له وېرې حاضر نه وي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته ولېږي.
د بشري حقونو سيمه ييز دفتر دغه راز پېښې د اسلامي احکامو، د بشري حقونو او نړيوالو قوانينو ضد نه بښونکي جنايتونه ګڼي او پر چاروکو غږ کوي، چې د دغو پېښو مخه ونيسي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل يادې پېښې مني او وايي، چې امنيتي ارګانونه يې د مخنيوي لپاره جدي هلې ځلې کوي.
هغه وويل، د سيد هارون په نوم ماشوم د پيسو ترلاسه کولو لپاره تښتول شوى او دغه راز د بل تښتول شوي ماشوم احمدالله له کورنۍ سره تښتوونکو هيڅ اړيکه نه وه نيولې، خو وژلى يې دى، چې دواړې پېښې تر پلټنې لاندې دي او د عاملينو د نيول کېدو لپاره يې هڅې کېږي.
فيصل د يوې کورنۍ د اوو غړو د وژل کېدو په اړه وويل، چې په دې پېښه کې اوه تنه نه، بلکې ٤ تنه، دوې ښځې او دوه نارينه وژل شوي وو.
هغه د ډېرو معلوماتو له ورکړې پرته وويل، چې دې پېښې اخلاقي اړخ درلود، خو په اړه يې د پوليسو څېړنې روانې دي.
د کندها ښار اوسېدونکي هم د ماشومانو د تښتولو پېښو سخت وېرولي او وايي، چې په تېرو دوو مياشتو کې دا درېيم ماشوم دى، چې د پيسو د ترلاسه کولو لپاره تښتول کېږي او وروسته وژل کېږي.
خلک پر امنيتي چارواکو تور لګوي، چې خپلې دندې په سمه توګه نه ترسره کوي، ځکه خو د دغه راز پېښو پر وړاندې بې تفاوته پاتې شوي دي.
هغوى له امنيتي چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه راز پېښو مخه ونيسي.