Language

د کندهار په ځانمرګي بريد کې ٩ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار (پژواک ٢٣ وږى ٩٢): د کندهار-سپين بولدک پر لويه لاره هوايي ډګر ته څېرمه د کورنيو او بهرنيو ځواکونو پر موټريز کاروان په ځانمرګي بريد کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د يادې لويې لارې په اوږدو کې د منډي حصار کلينيک ته څېرمه شوې ده.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد د پېښې په لومړيو شېبو کې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو، چې ځانمرګى بريد کوونکى پلى و او هغه مهال يې ځان ته چاودنه ورکړه، چې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو موټريز کتار له سيمې تېرېده.

د هغه په وينا، چاودنه داسې مهال وشوه، چې د ملي اردو رينجر موټر له سيمې تېر شوى و، ځکه خو هغوى ته په کې زيان نه دى اوښتى.

دى وايي، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې پېښه د موټربم ځانمرګي بريد وه، چې په کې ٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې يوه مېرمن، يوه نجلۍ او يو هلک شامل دي.

نوموړي زياته کړه، چې کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته په دې پېښه کې زيان نه دى اوښتى.

د پېښې يوه عيني شاهد محمد سليم پژواک خبري اژانس ته وويل، دى د کلينيک تر څنګ په خپل دوکان کې ناست و، چې د بهرنيو ځواکونو او ملي اردو پر کتار ناڅاپه چاودنه وشوه او دوړې پورته شوې.

دى وايي، لومړيو کې سيمه دوړو نيولې وه، خو وروسته چې دوړې کښېناستې  ويې ليدل، چې کلينيک ته څېرمه په وينو لړلي جسدونه پراته دي.

هغه زياته کړه: ((په چاودنه کې وژل شوي يوه ښځه، يوه نجلۍ او يو هلک د منډي حصار کلينيک ته د درملنې لپاره راغلي وو او همدلته انتظار وو، چې درې سره په چاودنه کې ووژل شول.))

د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران هم وايي، چې دوى ته د پېښې له ځايه د درې مړي او شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

د پېښې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په د ټيلېفون له لارې په رالېږلي پيغام کې ويلي، چې د موټر په وسيله دغه ځانمرګى بريد يې پر امريکايي ځواکونو کړى، چې په پايله کې يې دوه ټانکونه ويجاړ کړي او ١٥ سرتېري يې وژلي دي.

خو د کندهار چارواکي وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي ګڼي او وايي، چې بهرنيو او کورنيو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

Related Topics