Language

مينه پال: د ايران له خوا د خرقې د دروازې نصبولو مخه مو نيولې

کندهار (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د کندهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين وايي، چې په خرقه شريفه کې يې د ايران له خوا د جوړې شوې هغې دروازې د لګولو مخه نيولې، چې هڅه کېږي د پخوانۍ دروازې پر ځاى ولګول شي.

د خرقې شريفې دروازه چې له سپينو زرو جوړه شوې او شاوخوا يوه پېړۍ وړاندې د امير حبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال لګول شوې، د کندهار د هغه مهال د زرګرانو د لاسي هنري کار يوه نمونه ده.

خو په دې وروستيو کې داسې هڅې کېږي، چې د دې تاريخي دروازې پر ځاى د ايران له خوا جوړه شوې دروازه ولګول شي، خو د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د دغه کار مخه يې نيولې ده.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، درې کاله وړاندې د ايران سفير دغه ولايت ته راغلى و او د خپل سفر په ترڅ کې يې له خرقې شريفې څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، د خرقې شريفې متوليانو د ايران سفير ته ويلي و، چې د خرقې شريفې دروازه ډېره زړه شوې او نوې دروازې ته اړتيا لري، چې هغه يې هم له ځان سره نقشه اخيستې وه او څه موده وروسته يې جوړه شوې دروازه په خرقه شريفه کې د لګولو په موخه راوړه.

خو دى وايي، چې هغوى د دغه کار مخالفت کړى، ځکه د نوې دروازې په نصبولو سره د خرقې شريفې تاريخي ارزښت ته زيان اوړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د تاريخي ابداتو د ساتنې مسوول عزيزاحمد عزيز پژواک اژانس ته وويل، چې د تاريخي ابداتو د قانون له مخې څوک حق نه لري، چې زړه دروازه لرې او پر ځاى يې نوې هغه ولګول شي.

هغه زياته کړه: ((دوه دوه نيم کاله کېږي، چې زه له هغوى سره په دغه کشمکش کې اخته يم، د ايران دولت وايي، چې پر دروازه يې پنځوس زره ډالر لګولي، د افغانستان حکومت دې هغوى ته يا تاوان ورکړي او يا دې دروازه ولګول شي.))

دى وايي، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده، چې د خرقې شريفې متوليانو يو ځل زړه دروازه کښلې هم وه، چې په دې توګه يې هغه تاريخي جوړښت ته زيان اوښتى و، خو هغوى بېرته له سره ترميم کړه.

هغه زياته کړه: ((دلته يو سوء تفاهم راغلى دى، ما ته د اطلاعاتو او کلتور وزير وويل، چې د کندهار والي ايرانيانو ته ويلي و، چې دروازه جوړه کړئ، خو ما وزير ته وويل چې د تاريخي ابداتو د قانون له مخې دا بهرنۍ فرهنګي مداخله ده.))

د نوموړي په وينا، څه موده وړاندې چې وزير کندهار ته راغلى و، د والي په موجوديت کې يې وويل، چې که د ايران له خوا د دروازې د لګولو مخه نه واى نيول شوې، نو د هېواد له تاريخ سره به لويه جفا شوې وه.

خو عزيز وايي: ((د خرقې مطهرې متوليان په کندهار کې د ايران د قونسلګرۍ له چارواکو سره په تفاهم د نوې دروازې پر لګولو ټينګار کوي، چې په دې برخه کې د متوليانو له خوا ما ته سپکې سپورې ويل شوې او اخطارونه راکول شوي دي.))

هغه وويل، پر دې هر څه سربېره يې بيا هم د دغه کار مخالفت کړى، ولايت او مرکز ته يې مکتوبونه لېږلي او خپل مسووليت يې له غاړې اړولى، خو لوړ پوړو چارواکو په دې برخه کې هيڅ هم نه دي کړي.

خو د خرقې شريفې متولي حاجي محمدنسيم اخندزاده وايي، چې د خرقې شريفې اوسنۍ دروازه توره شوې او دې ته اړتيا ليدل کېږي، چې پر ځاى يې نوې دروازه نصب شي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((پخوانۍ دروازه ډېر تاريخي قدامت نه لري او د امير حبيب الله خان په وخت کې جوړه شوې ده، خو اوس دغه دروازه توره اوښتې ده، څه موده مخکې مو دغې دروازې ته د کندهار زرګران هم راغوښتي وو، هغوى کار ورباندې وکړ، د يوې هفتې لپاره سپينه شوه، خو بېرته توره واوښتله.))

د نوموړي په وينا، د دغه کار لپاره د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق لس لکه افغانۍ مرسته کړې وه، چې د ترميم چارې يې په همدغو پيسو ترسره شوې.

د نوې دروازې په اړه متولي وويل، د ايران سفير چې درې کاله مخکې د خرقې شريفې زيارت ته راغلى و، هغه مهال يې دروازه وليدله او ويې ويل، چې په دې برخه کې به هغوى مرسته وکړي.

دى وايي: ((ايرانيانو يو کال وروسته نوې دروازه راوړه او چې کله يې نصبوله، نو د عزيز په نوم د اطلاعاتو او کلتور رياست يو مامور راغى او د دروازې د اېښودلو مخالفت يې وکړ، چې وروسته د کندهار والي هم وويل، چې زړه دروازه دې پر خپل ځاى پاتې شي.))

د نوموړي په وينا، د دغه کار لپاره په خپله مرکز کابل ته ځي تر څو د ايران له خوا د جوړې شوې دروازې د نصبولو امر راوړي.

د کندهار ښار عام اوسېدونکي او فرهنګيان هم د دغه کار مخالفت کوي او وايي، چې په دې توګه د هېواد تاريخي ابداتو ته په لوى لاس زيان اړول کېږي، چې بې له فرهنګي لاسوهنې په بل هيڅ ډول نه شي توجيه کېداى.

د کندهار پوهنتون استاد ليکوال او اديب څېړندوى شېر شاه رشاد وايي، چې د خرقې شريفې دروازه نه يواځې د تاريخي ارزښت له مخې قدامت لري، بلکې يوه پېړۍ وړاندې د دغه ولايت د زرګرۍ صنعت يوه غوره او بې جوړې نمونه هم ده، چې ساتنه او پر ځاى پاته کېدنه يې د اړوندو ارګانونو تر څنګ د ټولو کندهاريانو دنده ده.

هغه زياته کړه، د خرقې شريفې د ودانۍ بنسټ د سدوزي تېمورشاه په پاچاهي کې په (١١٨٦ هـ ق) کال کې کښېښودل شو او په (١١٩٠ هـ ق) کال کې يې کار بشپړ شو او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه.

د نوموړي په وينا، د خرقې شريفې د جامع په ودانۍ کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردار محمدعثمان خان په وخت کې خاص بدلون په کې راوستل شو.

دى وايي، د خرقې شريفې د زيارت نقاشي او د دروازې د نصبولو کار د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د هغه د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلى دى.

دغه راز د زيارت د شاوخوا کاشي خښتو کار يو ځل د وزير محمدګل خان په وخت کې چې د کندهار والي و، بشپړ شوى دى.

Related Topics