کندهار (پژواک ١١ تله ٩٢): په کندهار ښار او ولسواليو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د ګرځنده ټيمونو له فعاليت سره د کارتونو د وېش لړۍ چټکه شوې ده.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نجيب الله حقپرست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هېواد د نورو سيمو په څېر د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې د روانې مياشتې له شپږمې نېټې راهيسې د نوم ليکنې ګرځنده ټيمونو په کار پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، اوسمهال ګرځنده ټيمونو په ارغستان، ډنډ او تخته پُل ولسواليو کې فعاليت پيل کړى، خو د راتلونکې شنبې له ورځې څخه به په پاتې ولسواليو کې هم خپل فعاليت پيل کړي.
دى وايي، له ګرځنده ټيمونو سره ملي او سيمه ييز پوليس همکار دي او هغوى به هغو کليو ته د کارتونو د وېش په موخه ځي، چېرې چې امنيت ډاډمن وي.
د حقپرست په وينا، له دغه اقدام سره په ولسواليو کې د نوم ليکنې پروسه چټکه شوې او د هغو لرې پرتو سيمو اوسېدونکو ته د کارتونو اخيستل اسانه شوي، چې مخکې د امنيتي ستونزو او د ډېر واټن له امله د ولسواليو تر مرکزونو نه شواى راتلاى.
هغه زياته کړه، چې تر دې مهاله د ټول کندهار ولايت په کچه ٨٠ زرو تنو د رايې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي، چې٢٠ زره يې مېرمنې دي.
د هغو ولسواليو اوسېدونکي او مسوولين چې ګرځنده ټيمونو په کې فعاليت پيل کړى، هم دا مني، چې د نوم ليکنې لړۍ په کې چټکه شوې ده.
دغه راز د ځينو ولسواليو اوسېدونکي بيا د خپلو سيمو نفوس ته په پام د ګرځنده ټيمونو د ډېروالي غوښتنه هم کوي.
د ارغستان ولسوال حاجي عبدالغني مسلميار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې همدا نن د نوم ليکنې ګرځنده ټيم د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې د اتمانزو کلي ته تللى، تر څو هلته د سيمې اوسېدونکو ته د رايې ورکولو کارتونه ورکړي.
دى وايي، د ولسوالۍ ملي او سيمه ييز پوليس له ګرځنده ټيمونو سره همکار دي او تر اوسه يې پر وړاندې کومه ستونزه نه ده پيدا شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د ولسوالۍ د ٥ سوه په شاوخوا کې کسانو کارتونه اخيستي، خو د ګرځنده ټيمونو له فعاليت سره به دا شمېره لوړه ولاړه شي.
د تخته پُل ولسوال حاجي محمود اڅګزي هم وويل، چې په سيمه کې يې ٩٠ سلنه امنيت تامين دى او د ګرځنده ټيمونو پر وړاندې په کومه ستونزه نه وي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ کلي يو له بل څخه په لرې واټن کې پراته دي او ډېرو خلکو تر مرکز پورې د تګ راتګ اسانتيا نه لرله، خو اوس چې ګرځنده ټيمونو کليو ته ځي، نو خلکو ته به زمينه برابره شي، چې په اسانه د رايې ورکولو کارتونه تر لاسه کړي.
بل خوا د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى وايي، چې په خپله ولسوالۍ کې يې د نوم ليکنې د ګرځنده ډلو د کار تر پيلولو وړاندې عمليات پيل کړي، تر څو د نوم ليکنې لپاره شرايط برابر شي.
هغه وويل، عمليات د دې ولسوالۍ په موشان، نايب خېل او پيرزو کليو کې پيل شوي، چې څلور ورځې به دوام ولري.
نوموړي په ټوليزه توګه په پنجوايي ولسوالۍ کې د نوم ليکنې پروسه ښه وګڼله او ويې ويل، چې په تخميني توګه د دې ولسوالۍ شاوخوا ٧ زره کسانو د رايو ورکولو کارتونه ترلاسه کړي دي.
بلخوا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د نوم ليکنې په برخه کې د ګرځنده ټيمونو فعاليت يو ښه اقدام ګڼي خو د شمېر د ډېروالي غوښتنه يې کوي.
د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد زمان پژواک ته وويل، د ولسوالۍ پراختيا او د نفوس زياتوالي ته په کتو د ګرځنډه ټيمونو اوسنى شمېر کافي نه دي.
د نوموړي په وينا، اوسمهال د نوم ليکنې هغه مرکز په سيار ټيم بدل شوى، چې مخکې يې د ولسوالۍ په مرکز کې خلکو ته کارټونه ورکول.
دى وايي، همدا ټيم دې په مرکز کې خپل کار ته دوام ورکړي، خو تر څنګ دې يوه بله ګرځنده ډله وټاکل شي، چې هغوى لېرې کليو ته لاړ شي او هلته خلکو ته کارټونه ورکړي.
خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، چې امکاناتو ته په کتو اوسمهال دا امکان نه لري، چې د نوم ليکنې مرکزونه يا ګرځنده ډلې زياتې کړي.
په کندهار کې د دې ادارې مشر نجيب حقپرست وايي، هڅه به وکړي، چې په ولسواليو کې ګومارل شوي ګرځنده ټيمونه ډېر کار وکړي او ډېرو خلکو ته کارتونه ووېشي.
دا مهال په کندهار کې د ۴۲ ثابتو مرکزونو او محلاتو تر څنګ د نوم ليکنې ۶ ګرځنده محلونه په ښار او دريو ولسواليو کې فعال دي، چې په پاتې نورو کې به د راتلونکې شنبې په ورځ کار پيل کړي.