Language

کندهار کې له موافقې پرته د خلکو د رايې ورکونې کارتونه کاپي کېږي

کندهار (پژواک ١١ تله ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، چې په ځينو ډلو او قومونو پورې تړلي کسان د نوم ليکنې مرکزونو ته څېرمه له خلکو د هغوى له موافقې پرته د رايې ورکونې کارتونه اخلي او د ځان لپاره يې کاپي کوي.

د کندهار  ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغسې موارد د کندهار په ځينو لوېديځو او شمالي ولسواليو کې ليدل شوي دي.

هغه زياته کړه، يو شمېر ډلې او په ځينو قومونو پورې تړلي کسان د نوم ليکنې په مرکزونو کې د خلکو له کارتونو کاپي اخلي او د خپلو موخو لپاره ترې ناسمه ګټه پورته کوي.

د ده په وينا، دغه کار د دې لپاره کېږي، چې د ولايتي شورا لپاره د کانديدۍ شرايط ورباندې پوره کړي، خو يو شمېر کسان غواړي له دې لارې د کمپاينونو پر مهال له کوم مشخص کانديد سره معامله وکړي او هغوى ته وښيي چې دومره زيات شمېر خلک او کارتونه په واک کې لري.

هغه دغه کار له قانون سره په ټکر کې وباله او ويې ويل، چې تېره ورځ په همدې موخه په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر د ولايت اونيزې امنيتي غونډې ته بلل شوى و.

د غونډې برخه والو د نوم ليکنې په پروسه کې د درغليو په اړه خپلې اندېښنې له هغوى سره شريکې کړې.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، داسې راپورونه ورته رسېدلي، چې په ځينو قومونو او ډلو پورې تړلي اشخاص د نوم ليکنې په مرکزونو کې دننه او بهر له نوم ثبتوونکو د هغوى کارتونه اخلي او تر کاپي کولو وروسته يې بېرته ورته سپاري.

هغه د رايې ورکولو له کارتونو د کاپيانو اخيستل او له هغو ناسمه استفاده کول ناقانونه کار وباله او د ټاکنو له کمېسيون څخه يې وغوښتل، چې د دغه کار مخه ونيسي.

د ارغنداب ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد شفېع چې له دغسې يوې پېښې سره مخ شوى، پژواک اژانس ته وويل، درې ورځې مخکې د خپلې ولسوالۍ د نوم ليکنې مرکز ته د کارت اخيستلو لپاره ولاړ، خو چې کله راووت نو هلته موجودو کسانو بې له دې چې ده ته څه ووايي د هغه کارت يې واخيست او کاپي يې کړ.

د نوموړي په وينا، هغه داسې فکر وکړ، چې کېداى شي دا به هم د کارت اخيستلو د پروسې يوه برخه وي.

دى وايي، ډېر خلک نالوستي دي، هغوى نه پوهېږي چې کارت يې د څه لپاره کافي کېږي.

په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر نجيب الله حقپرست وايي، چې د دغه کار مخه به نيسي او هېچا ته به اجازه نه ورکوي، چې د خلکو له خوښې پرته د هغوى له کارتونو ناسمه استفاده وکړي.

هغه وويل، چې په دې وروستيو کې په کندهار ښار او ولسواليو کې له ګرځنده ټيمونو سره د نوم ليکنې لړۍ چټکه شوې او د نارينه وو تر څنګ په کې د ښځو د ګډون کچه هم لوړه شوې ده.

دى وايي، اوسمهال د کندهار په ارغستان، ډنډ او تخته پُل کې ګرځنده ټيمونو کار پيل کړى، خو د راتلونکې شنبې په ورځ به يې په پاتې نورو ولسواليو کې هم پيل کړي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د شمېرو له مخې دا مهال په کندهار کې شاوخوا ٨٠ زره کسانو د رايې ورکولو کارتونه اخيستي، چې ٢٠ زره يې مېرمنې دي.

ټاکل شوې ده، چې ولسمشريزې او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.