Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ پر بريا په ټول هېواد کې جشنونه جوړ شول

د کرکټ پر بريا په ټول هېواد کې جشنونه جوړ شول

author avatar
5 Oct 2013 - 15:35
د کرکټ پر بريا په ټول هېواد کې جشنونه جوړ شول
author avatar
5 Oct 2013 - 15:35

کابل (پژواک ١٣ تله ۹۲): سلګونه زره تنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې پرون سړکونو او لارو ته راووتل او د شپې تر ناوخته يې د ملي لوبډلې په سترې بريا او د کرکټ د ۲۰۱۵ کال نړيوال جام ته د ملي لوبډلې د رسېدو په خوشحالۍ يې جشن وکړ او په ولولو ترې نمانځنه وکړه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د تلې په ۱۲مه د متحده عربي اماراتو د شارجې په نړيوال لوبغالي کې د کينيا لوبډلې ته په دويمه يوه ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه او د ۲۰۱۵ کال يو ورځني کرکټ نړيوال جام ته يې لاره پيدا کړه.

د دې لوبې نندارې لپاره د شارجې نړيوال لوبغالي ته زرګونه افغانان، د افغانستان کرکټ بورډ چارواکي، د افغانستان د حکومت چارواکو او د ملي شورا غړي ورغلي وو.

له دې بريا سره سم سلګونه زره هېوادوال په کابل او د هېواد په نورو ولايتونو کې سړکونو ته راووتل په ډولونو او اتڼونو يې د ملي لوبډلې پر دې سترې بريا جشنونه جوړ کړل او په خوښۍ يې ونمانځله.

د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې د زرګونو مينه والو له خوا له اتڼونو او ګډاګانو وروسته د کرکټ مينه وال په سلګونو موټرو کې چې د هېواد ملي بيرغونه ورسره وو، د کابل ښار په ټولو واټونو او سړکونو وګرځېدل او د ملي لوبډلې پر بريا يې شعارونه ورکول.

د رحيم الله په نوم د کرکټ يوه مينه وال چې ملي بيرغ يې پر ځان تاو کړی و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((د ژوند تر ټولو د خوښۍ شېبې مې دا دي.))

د کابل تر څنګ په ګڼ شمېر ولايتونو کې هم لسګونه زره کسان د شپې تر ناوخته په سړکونو او لوبغالو کې اتڼونه کول او خوښۍ يې نمانځلې.

د کندهار زرګونو ځوانانو په ډېرو ګرمو ولولو او احساساتو د کرکټ د ملي لوبډلې د تاريخي بريا جشن ونمانځه. ځوانانو چې د هېواد ملي بيرغونه يې له ځان سره لېږدول او له موټرو يې د کرکټ اړوندې سندرې او ملي نغمې اورېدل کېدې، د کندهار ښار او عينو مېنې په لويو څلور لارو کې يې اتڼونه او خوشحالۍ کولې، چې دغه لړۍ تر نيمې شپې روانه وه.

د جانان مومن په نوم د کندهار ښار يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل، چې د فوټبال د ملي لوبډلې له اتلولۍ وروسته دا دويم ځل دى، چې کرکټ ملي لوبډله ټولو هېوادوالو ته خوشحالي ور بښي.

هغه زياته کړه، د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبې په کتو او د ځوانانو اتڼونو ته يې په وار وار د خوشحالۍ اوښکې تويې کړې.

جانان له حکومت څخه وغوښتل، چې پر سپورت پانګونه زياته کړي، د کرکټ د ملي لوبډلې اتلان دې نور هم ونازوي، ځکه يوازې همدوى دي، چې په تېرو ١٢ کلونو کې يې په وار وار افغانانو ته خوشحالۍ راوړې دي.

 د کندهار ښار شهيدانو څلورلارې ته څېرمه يوه ٧٠ کلن سپين ږيري، چې د ځوانانو د اتڼونو او خوشحاليو ننداره يې کوله، خپل احساسات داسې څرګندل کړل: ((زه له کور څخه سودا پسې را وتلى وم، په ښار کې مې ډلې ډلې ځوانان ليدل چې پر خپلو موټرو يې ملي بيرغونه رپېدل او خوشحالۍ يې کولې، اخر مې له يو چا پوښتنه وکړه، هغه راته وويل، چې افغانستان د کريکټ لوبه ګټلې ده.))

هغه زياته کړه، په کرکټ نه پوهېږي، خو چې د ځوانانو هوس او خوشحالۍ ته ګوري، نور د هغه فکر او خيال څلوېښت کلونه وړاندې هغه وختونو ته بيايي چې دلته کراري او امن و او د خپلواکۍ جشنونه به نمانځل کېدل.

د کندهار ښار يو بل ځوان عزت الله اميد پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې تر نيمې شپې پورې په خوشحاليو او اتڼونو تېره کړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ سياسي مشران بايد د کرکټ د لوبو له اتلانو زده کړه وکړي، چې څنګه پر هېوادوالو خوشحالي وېشي او څنګه يې تر منځ يووالى نور هم ټينګوي، زموږ مشرانو خو بې له غمه موږ ته هېڅ هم نه دي راکړي.))

د کندهار ښار او ولسواليو زرګونه ځوانان د شپې تر ناوخته په ښار کې له اتڼونو او خوشحاليو وروسته احمد اهي لوبغالي ته ولاړل او هلته يې په هغه کنسرټ کې برخه واخيسته، چې د ځوانانو د ټولنو له خوا د کريکټ د بريا پر وياړ جوړ شوى و.

په دغه کنسرا کې محلي سندرغاړو هېوادنۍ سندرې وويلې او د کريکټ د اتلانو بريا يې وستايله.

دغه راز زرګونو ننګرهاريانو د ملي لوبډلې ستره بريا د شپې تر ناوخته پورې په جلال اباد ښار کې په اتڼونو، ګډاګانو، اور لوبو او نورو ساعت تېرويو سره ونمانځه.

د يادې لوبې د ګټلو په وياړ د جمعې ورځې له مازديګر وروسته د جلال اباد ټول ښار ځوانانو د افغانستان پر ملي بېرغونو ډک کړى و، له هرې خوا ځوانانو د افغانستان د کرکټ پر ملي لوبډلې د وياړ شعارونه ورکول.

زرګونه ځوانان او د کرکټ مينه وال د شېرزي په لوبغالي کې سره راټول شوي وو او پر اتڼونو يې ياد جشن نمانځه.

دوه ويشت کلن خيبر چې پر ځانه يې د افغانستان ملي بېرغ تاو کړى و، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن يې د ژوند تر ټولو خوږه او له خوښۍ ډکه ورځ ده.

خېبر زياته کړه: ((لکه څرنګه چې مو په فوټبال خوشحالي کړې بايد په دې کې هم خوښي وکړو.))

ياده دې وي چې په جلال اباد ښار کې د جشن مراسمو د شپې تر ناوخته دوام وکړ، امنيتي چارواکو ويل چې د ښار امنيت يې ټينګ نيولى و او کومه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

دغه راز سلګونه ځوانان د کندوز ښار مرکزي څلورلارې ته راوتلي وو او د شپې تر ناوخته پورې يې اتڼونه کول او د خوښۍ چېغې يې وهلې.

دوى چې سندرو او ډولونو ته اتڼونه او ګډاګانې کولې د ملي لوبغاړو په وياړ يې شعارونه هم ورکول.

په شمال کې د افغانستان د کرکټ مسوول ډاکټر نور علم فريد پژواک ته وويل، چې ملي لوبډلې تاريخي بريا خپله کړې ده.

هغه زياته کړه، چې د شمال زون خلک او په ځانګړې توګه د نورو لوبو تر څنګ له کرکټ سره هم مينه لري او نننى جشن يې يوه بېلګه ده.

بلخوا په سوېل ختيځ پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ کې هم زرګونه کسان راوتلي وو او د ملي لوبډلې د بريا جشن يې ونمانځه.

د ښرنې د جشن په مراسمو کې يوه ګډونوال حاجي نورالاسلام پژواک اژانس ته وويل، چې له ډېرې خوښۍ په جامو کې نه ځايېږي.

هغه زياته کړه، چې لوبغاړو د هېواد لپاره ستره بريا ترلاسه کړې او حکومت بايد دوى ونازوي.

د لوبې له ګټلو وروسته د اتڼ ډله د ښرنې ښار په ټولو برخو وګرځېده او دا خوښي يې په ډهلونو اواتڼونو بدرګه کړه.

د کرکټ ملي لوبغاړو په وياړ د خوښيو په دغو مراسمو کې د پکتيکا والي محب الله صميم او نورو سيمه ييزو چارواکو هم ګډون درلود.

د ارګون ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدالله همتيار پژواک ته وويل، چې سلګونه ځوانان له ډهلونو سره راوتلي وو او پر لارو يې اتڼونه کول.

د يو بل خبر له مخې، سلګونه ځوانانو په هلمندكې لوبغالو او لارو ته راووتل او د هېواو د كرېكټ د ملي لوبډلې د بريا په وياړ يې اتڼونه او خوشالۍ وكړې.

د هلمند د لوبو امر ادريس عليزي پژاك اژانس ته وويل، چې تېره مازديګر سلګونه ځوانانو چې د لښكرګاه ښار او ولسواليو اوسېدونکي وو، په همدې موخه راټول شوي وو.

د لښكرګا د كارته لګان سيمې يوه اوسېدونكي حاجي مرزا هم پژواك ته وويل، د افغانانو تر منځ که يووالى  نور هم ټينګ شي، په نورو برخوكې ډېر ژر پرمختګ كولى شي.

دغه راز پرون تر غرمې وروسته په هرات کې زرګونه خلک له سلګونو موټرو سره راوتلي وو او د شپې تر ناوخته يې په ښار کې خوښۍ کولې.

دوى د ولايت مقام مخې ته هم راټول شوي وو او د ياد ولايت والي سيد فضل الله وحيدي هم په دې خوښۍ کې ورسره شريک شو.

دغه راز په پکتيا، خوست، کونړ ، نيمروز او يو شمېر نورو ولايتونو کې جشنونه وشول.

Views: 2

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.