Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو څلور وژل شوي سرتېري امريکايان دي

کندهار (پژواک ١٤ تله ٩٢):  د کندهار چارواکي وايي، چې څلور امريکايي سرتېري په زېړۍ ولسوالۍ کې ځانمرګو بريدونو او چاودنو وژلي دي.

ايساف ځواکونو نن سهار (د تلې ١٤مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي وو، چې څلور سرتېري يې د افغانستان په سوېل کې وژل شوي دي.

خو سرچينې د وژل شوو سرتېرو هويت او د پېښې کره ځاى نه و په ډاګه کړى.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل وايي، چې دا پېښه د زيړۍ ولسوالۍ د سنزري په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې  امريکايي ځواکونو په دې سيمه کې عمليات ترسره کول، چې ناڅاپه پرې چاودنې او ځانمرګي بريدونه وشول.

دى وايي، چې په عملياتو کې څلور امريکايي سرتېري او څلور وسله وال طالبان وژل شوي  او ١٢ نور طالبان ژوبل دي.

د زېړۍ ولسوال جمال اغا هم د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د زېړۍ، خاکرېز او ارغنداب ولسواليو تر منځ ساحه انارک دره کې ترسره شوي دي.

دى وايي، چې پر امريکايانو چاودنې او ځانمرګي بريدونه شوي دي.

وسله والو طالبانو د دغو بريدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې تېره شپه دوه بجې د زېړۍ ولسوالۍ د سينزي د انارک په دره کې يې پر هغو  امريکايانو بريدونه کړي چې له چورلکې پياده شوي دي.

  هغه زياته کړې، چې دوى له پخوا په دې سيمه کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او له چاودنو سره سم دوو ځانمرګي بريدونه هم وکړل.

نوموړي ادعا وکړه، چې په دې پېښه کې تر ٣٠ پورې امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.