کندهار (پژواک ١٤ تله ٩٢): د کندهار د حج او اوقاف رييس مولوي نورالعزيز د ملي امنيت له خوا نيول شوى دى.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي د فتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ١٤مه پژواک خبري آژانس ته وويل، چې مولوي نورالعزيز د ملي امنيت د څارنوالۍ له لوري نيول شوى دى.
هغه زياته کړه، نوموړى تر هغه وروسته نيول شوى، چې له کندهار څخه تر سلو زيات کسان حج ته له تلو پاتې شوي دي.
دى وايي، سږ کال له کندهاره د تلونکو حاجيانو ونډه ٩٥٠ تنه وه، چې له دې ډلې تر سلو زيات کسان په داسې حال کې حج ته له تلو پاتې شوي، چې اړوند قانوني پړاوونه يې بشپړ کړي وو.
د نوموړي په وينا، له مولوي نورالعزيز څخه به د يادې شوې موضوع اړوند پلټنې کېږي، خو هغه دا هم وويل، چې که څه هم له افغانستان څخه د حاجيانو د تلو پروسه بشپړه شوې، خو هڅه کوي پاتې شوي حاجيان سعودي عربستان ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره ولېږل شي.
د محب الله په نوم د کندهار ښار يو اوسېدونکى چې د پاتې شوو حاجيانو په ډله کې شامل دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ولايت ١٣٠ حاجيان له تلو پاتې شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه شمېر کسان په داسې حال کې د حج له پروسې پاتې شوي، چې اړوندې پيسې يې تحويل کړې او پاسپورټونه هم لري.
ده وويل: ((د حاجيانو د لېږد تر وروستي پړاو پورې هره ورځ حاجيان کمپ ته تلل او په دې تمه وو چې زموږ د پرواز نوبت به را رسېږي، خو دا دى د حاجيانو وروستۍ ډله دوې ورځې مخکې تللې ده او موږ پاتې يو.))
د نوموړي په وينا، دوى هم نه پوهېږي، چې ولې حج ته له تلو پاتې شوي، خو داسې يې هم اورېدلي، چې هڅه کېده د هغوى پر ځاى نور کسان ولېږدول شي.
په خپله مولوي نورالعزيز هم څو ورځې وړاندې ويلي وو، چې هڅه کوي د پاتې شوو حاجيانو د لېږد په موخه د فوق العاده الوتنې امر ترلاسه کړي.
مولوي نورالعزيز شاوخوا دوه کاله وړاندې په کندهار کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شو، چې وروسته بيا د کندهار د حج او اوقاف د رئيس په توګه و ټاکل شو او تر اوسه پر دغه دنده پاتې دى.
د نوموړي په اړه ويل کېدل، چې د سولې له پروسې سره تر يو ځاى کېدو مخکې د طالبانو له لوري د کندوز د والي په توګه ټاکل شوى و.