کابل (پژواک ١٥ تله٩٢) : د ټاکنو خپلواک کمېسيون سبا د ولسي جرګې د هغو غړيو پر ځاى نوي کسان معرفي کوي ،چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه يې له دندو استعفا ورکړې ده .
دا په داسې حال کې ده ، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړيو نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه غوښتنه کوله ، چې د جرګې يادو غړيو پرځاى نوي کسان ورمعرفي کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازيو عبدالرب رسول سياف ، سيد حسين عالمي بلخي، سيد حسين انوري، محمد ابراهيم قاسمي ، حاجي محمد محقق او د بدخشان استازي شاه عبدالاحد افضلي په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون په موخه د ولسي جرګې له غړيتوب څخه استعفا کړې ده .
سياف ولسمشرۍ او د جرګې ياد پنځه نور غړي د ولسمشرۍ د بېلابېلو کانديدانو مرستيالۍ ته کانديد دي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني ، چې نننۍ غونډه يې په مشرۍ جوړه شوې وه وويل ، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد هرڅه ژر د يادو کسانو پر ځاى نوي کسان معرفي کړي .
په ولسي جرګه کې د هرات استازي منورشاه بهادري او يو شمېر نورو غړيو هم ورته غوښتنه کوله .
بهادري وويل،چې که دغه کسان معرفي نه شي، نو جرګه به هره ورځ د نصاب په برخه کې ستونزې ولري .
د اساسي قانون په ١٠٨ ماده کې راغلي، چې د ملي شورا د غړي د مړينې، استعفا او عزل يا د داسې دايمي معلولېدو او معيوبېدو په صورت كې، چې په دايمي توګه د وظيفې د اجراء خنډ شي ، د پاتې تقنينيه دورې لپاره د نوي استازي تعيين د قانون له حكمونو سره سم ترسره كېږي.
د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنو کمېسيون مکلف دى ، چې د جرګې د غړي د مړينې ، عزل او استعفا په صورت کې نوى کس جرګې ته معرفي کړي .
د دې قانون له مخې، د جرګې د مړه شوي ، عزل شوي او هغه کس پر ځاى چې استعفا يې کړې وي، له اړوند ولايت څخه هغه کس معرفي کيږي ،چې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې يې په اړوند ولايت کې تر نورو ډېرې رايې تر لاسه کړې وي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور پژواک خبري اژانس ته وويل ،په پام کې ده ، چې دغه کمېسيون سبا ولسي جرګې ته نوي کسان ورمعرفي کړي.
خو هغه ونه ويل، چې ولسي جرګې ته نوي معرفي کېدونکي کسان څوک دي.
دا په داسې حال کې ده ، چې په ټاکنو کې د ګډون په موخه يو شمېر نورو دولتي چارواکو هم له دندو استعفا ورکړې ده .
د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل ، د کانونو وزير وحيدالله شهراني ،د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي ، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول ، د مشرانو جرګې غړي عبدالوهاب عرفان ، په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالرحيم وردګ ، په عدليي او قضايي چارو کې د ولسمشر سلاکار ، محمد سرور دانش ، د ولسمشر سلاکار هدايت امين ارسلا، د امنيتي مسووليتونو د لېږد د کمېسيون مشر اشرف غني احمدزي ، د افغانستان د وسله والو ځواکونو درستيزوال عبدالرشيد دوستم،د ننګرهار او باميانو واليانو ګل اغا شيرزي او حبيبې سرابي ، له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې مشر عزيز الله لودين او د سولې عالي شورا غړي محمد اسماعيل قاسميار له خپلو ندو استعفاوې کړې دي
له يادو کسانو څخه زلمي رسول، عبدالرحيم وردګ، انوارالحق احدي ، اشرف غني احمدزي ، عزيزالله لودين ، ګل اغا شېرزي او هدايت امين ارسلا ولسمشرۍ ته او پاتې نورو يادو چارواکو د ولسمشرۍ د بېلا بېلا کانديدانو مرستيالۍ ته ځانونه کانديد کړي دي .
ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ،دې کسانو حق درلود، چې له قانون سره سم په ټاکنو کې ونډه واخلي او د هغوى استعفا حکومت ته ستونزه نه جوړوي.
د چارو ادارې ويلي، چې دا مهال د يادو کسانو مرستيالان د اړونده ادارو سرپرستي کوي او ژر به يې پر ځاى نوي کسان وګومارل شي
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن