ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فدايي: هدف مو د اشخاصو تر منځ د فکري يووالي رامنځته کول دي

author avatar
14 Oct 2013 - 14:12
author avatar
14 Oct 2013 - 14:12

کابل (پژواک ٢٢ تله ٩٢): د فکر او عمل جرګه د افغانستان د ښې راتلونکې په موخه هڅې کوي، څو د هېواد د سياسي، اقتصادي او فرهنګي مشرانو تر منځ د فکر يووالى رامنځته کړي.

دغه څرګندونې د فکر او عمل جرګې وياند محمدحليم فدايي له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د پوښتنو په ځواب کې وکړې.

د فکر او عمل جرګه شاوخوا اوه مياشتې وړاندې جوړه شوې ده.

پوښتنه: د فکر او عمل د جرګې د جوړېدو اړتيا څه وه؟

ځواب: “د افغانستان خراب امنيتي وضعيت، د ملي لرليد تت حالت، کمزورې حکومتولي، کورني او بېروني لنډمهال سياستونه، د ولس سياسي کمزورتيا، د پاليسيو، سياستونو او قانون کم عملي کېدل، په ګڼو ساحو کې د يوه غښتلي ټېم افغاني ډلې نه شتون، له فرصتونو څخه د ولس د ښېرازۍ لپاره کمه ګټه پورته کېدل، د پراخ بنسټه او پراخ فکره سياسي ګوندونو نشتوالی د دغو تشو ډکولو او همدارنګه د اسلامي ارزښتونو، ولسواکۍ او ملي يووالي د ټينګښت لپاره ځينو همفکره ملګرو د فکر او عمل جرګه رامنځته کړه، څو د يوه پياوړي، خپلواک، عادل او ولسواک مرکزي نظام د رامنځته کولو مرستندوی شي.

پوښتنه: د ولسمشرۍ د کانديدانو په اړه د فکر او عمل د جرګې دريځ څه دی؟

ځواب: له ګڼو کانديدانو سره په ناستو کې زموږ زده کړې ښيي چې د کانديدانو د اختلاف ټکى ((چوکۍ)) و، نه ((فکر)). د همدې تشې ډکولو لپاره د فکر او عمل جرګه رامنځته شوه.

او د فکر او عمل د جرګې فکر دا دی چې کم ترکمه د کانديدانو تر منځ د بحث ټکى فکر وي او د دې فکر لپاره پاليسي، پلان، پروګرام او کړنلاره ولري کوم چې د دوى لپاره د عمل بنسټ وي.

نو هر څوک چې د فکر پر بنسټ فکر کوي او بيا يې پر بنسټ عمل کوي، همدا زموږ فکر دی. يا په بل عبارت چوکۍ وسيله وي، نه هدف! متاسفانه چې د ډېری احتمالي کانديدانو کار ځان ته د وزارت، ولايت او د معاش يوه ذريعه پيدا کول وو.

پوښتنه: د فکر او عمل جرګه به تر کومه فعاليت کوي؟

ځواب: د فکر او عمل جرګه اوږدمهال او لنډمهال هدفونه لري. دا يوازې تر ټاکنو او کانديدانو پورې محدوده نه ده. دا د افغانستان د ښيګنې لپاره په دوامداره توګه خپلې هڅې کوي.

پوښتنه: د فکر او عمل جرګه له کوم مشخص نوماند څخه ملاتړ کوي؟

ځواب: د فکر او عمل جرګه د اوږدمهاله موخو لپاره تر اخره هڅه کوي، چې خپل بې پرې توب وساتي خو هغه مهال به له يو مشخص کانديد څخه ملاتړ اعلان کړي، چې د فکر او عمل جرګې غړي پرېکړه وکړي.

پوښتنه: د فکر او عمل جرګه په چا پورې تړاو لري؟

ځواب: د فکر او عمل جرګه سوچه افغاني جرګه ده، له هيڅ داخلي او بېروني کړۍ سره نه ده تړلې او غړي يې د ريښتينو اشخاصو په څېر غواړي د هېواد په ملي سياست کې د ملي ګټو، ملي ارزښتونو د تحقق لپاره غښتلی او فعال رول ولوبوي.

پوښتنه: د فکر او عمل جرګې اوږمهالې موخې څه دي؟

ځواب: د افغانستان د سياسي، اقتصادي او فرهنګي (مدني، تعليمي) ساحو د لوبغاړو او مشرانو تر منځ او بيا د دوی او دوديزو لوبغاړو تر منځ يو مشترک لرليد رامنځته کول، د يوې هر اړخيزې، ژمنې او له سياسي بصيرت څخه د برخمنې جرګې رامنځته کېدل، چې تل د افغانستان هر حکومت او دولت ته د اصلاحاتو د سمون او د خدمتونو د چټکتيا په خاطر مشوري ورکړي، په ريښتيني بڼه د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ملي سياسي زعامت او ملي سياستونو په سمون او دفاع کې د ټېم په توګه کار کول دي.

پوښتنه: تر دې دمه د فکر او عمل جرګې لاسته راوړنې څه دي؟

ځواب: زموږ لومړنۍ طرح ټولو مطرحو احتمالي کانديدانو ته دا وه چې ټول په ملي ټېم، ملي پاليسۍ او ملي پروګرام چې د يوه فکر پر بنسټ وي راټول شي. پر ولسمشر نه پر ولسمشرۍ خبرې وکړي، په چوکۍ نه په فکر سره را ټول شي او پر ټېم باور ولري. موږ له ولسمشر، له ټولو جهادي مشرانو، مطرح کانديدانو سره متواتر ملاقونه کړي دي او دا خپل واحد پيغام چې يو ټېم، يو مشر، د افغانستان ژغورنه او د ولس باور ورکړى دی. خوشبختانه جناب مجددي صېب هم زموږ دا طرح کاپي او د کانديدانو تر منځ يې د يو کولو هڅې پيل کړې دي.

زموږ هیله دا وه چې حضرت صیب دا کار باید د فکر او عمل جرګې سره په تفاهم کړی وای، ځکه دا وړاندیز موږ ورته کړی وو او نوموړي خپله بېله یوه کوميټه جوړه کړه. له دې سره سره موږ فکر کوو چې د فکر او د جرګې فعالیتونه او ددې کومیټې فعالیتونه یو د بل متمم دی، نه مخالف. لازمه دا وه چې د فکر او عمل جرګې طرح لا غني شوی وای، نه داچې د عین لنډمهاله هدف لپاره یې بل موازې کوميټه جوړه کړي.

د ملاقاتونو په نتیجه کې د مطرح کاندیدانو ډېره ښه ارزونه وشوه چې په مناسب وخت کې به د ټولو ملاقاتونو لنډیز د یوې رسالې پر بڼه چاپ ته وسپارو.

پوښتنه: د جرګې پر وړاندې لويې ستونزې څه دي؟

ځواب: د سياسي ډلو د کمزورتيا په صورت کې له افرادو سره خبرې او هغوی پر يوه پروګرام او سياست کې را ټولول يو ستونزمن عمل دی. د اساسي قانون په موجوديت کې د نظام د بدلېدو په اړه خبرې کول بل ګواښ دى.

پوښتنه: د کانديدانو يو کول د ولسواکۍ خلاف عمل نه دی؟

ځواب: هر څوک حق لري چې ځان کانديد کړي البته د هماغو شرايطو کې په نظر کې نيولو سره چې اساسي قانون ټاکلي دي.

په هغې ټولنه کې چې غښتلي سياسي ګوندونه شتون ونه لري، هلته د کانديدانو شمېر ډېر وي.

موږ هېڅ کله کانديدان يو او بل ته د تېرولو کوښښ نه دی کړی، بلکې دوی ته مو مشوره ورکړې ده چې په يوه ټېم کې ځان منسجم کړي او د اېتلافونو او ټېمونو جوړول او د تفاهم لپاره هڅې کول د ولسواکۍ يو اصل دی.

پوښتنه:د فکر او عمل جرګې  وروستی دریځ به څه وي؟

ځواب: د فکر او عمل جرګې هڅې پر دوو برخو ویشل شوې دی. له نوم لیکني دمخه او له نوم لیکني وروسته. اوس موږ په دوهم پړاو کي یی، انشا الله تر مطالعي او هڅو وروسته به موږ یو له دوو دریځونو څخه غوره کوو: ۱) د اوږدمهاله موخو لپاره تر اخره خپله بي طرفي حفظول، ۲) له یوه مشخص کاندید څخه وروسته له هغې چې د جرګې غړي ورباندې توافق وکړئ، ملاتړ اعلانول

 

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.