کابل ( پژواک ۲۴ تله ۹۲) : د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند د ارسلا جمال د وژنې د جدي پلتنو غوښتنه وکړه.
دلوګر والي ارسلا جمال پرون د دغه ولایت په مرکز پل علم ښار کې د اختر د لمانځه پر مهال په یوه چاودنه کې ووژل شو او ۲۰ نور کسان ټپي شوي وو.
هغه چاودیدونکي توکي د جومات دلاسپیکر په مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو او کله چې ارسلا جمال غوښتل وینا وکړي، نو دریموټ کنټرول په وسیله چاودنه وشوه.
د اقتصاد دوزیر عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي د ارسلا جمال وژل په کلکه غندلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې، چې د هغه دوژلو دوسیه دې په جدي توګه وڅیړي.
د جزب اسلامي ویاند عبدالله کامه وال د تلې په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ارسلا جمال او دهغه کورنۍ د حزب اسلامي ګوند پورې تړاودرلود او ډیر خدمتونه یې ترسره کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د هغه د وژلو لپاره لویه دسیسه جوړه شوې وه او د ولایت په مرکزي جومات کې یواځې هغه په نښه کیدل ددې څرګندونه کوي چې په دې کار کې لوی لاسونه شریک دي.
د حزب اسلامي د اجرايیه شورا غړی او د ولسمشرۍ د کاندید ډاکټرعبدالله عبدالله لومړی مرستیال انجنیر محمد خان هم د ارسلا جمال وژل کیدل غندلي او هغه وژنه یې نه یواځې حزب اسلامي بلکې ټول هیواد لپاره لویه ضایعه بللې ده.
د حزب اسلامي ویاند وایي چې ارسلا جمال د سوداګرۍ وزارت لپاره کاندید شوی و او له اختر وروسته په رسمي توګه معرفي کیدو.
د سوداګرۍ بخوانی وزیر ډاکټر انوار الحق احدي ولسمشرۍ ته د کاندیدو له امله استعفی ورکړې ده.
ولسمشر حامد کرزي، یو شمیر وزیرانو، والیانو ، وکیلانو، په کابل کې میشتو سفیرانو ، ایساف او ځینو نورو سازږمانونو هم دارسلا جمال وژل کیدل غندلي دي.
دیادونې وړ ده چې د ارسلا جمال دوژلو مسوولیت تر اوسه چا به غاړه نه دی اخیستی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP