Language

په کندهار کې ١١ وسله وال وژل شوي

کندهار ښار (پژواک، ٢٦ تله ٩٢): د کندهار چارواکي وايي، په غورک ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال د يوه قوماندان په ګډون ١١ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.

د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته وسله والو مخالفينو هوډ درلود، چې د غورک ولسوالۍ پر ځينو سيمو بريد وکړي.

ده زياته کړه، له دې بريده امنيتي ځواکونه خبر شول او هممهاله پرې د ملي اردو، پوليسو او ايساف ګډو ځواکونو بريد وکړ.

د هغه په وينا، د دې نښتې په ترڅ کې د ځمکنيو عملياتو په پايله کې د وسله والو مخالفينو د يوه سيمه ييز قوماندان په ګډون يوولس تنه ووژل شول.

دى وايي، د مخالفينو بريد يې شنډ کړى او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

غورک د کندهار شمال لور ته په ١٠٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

Related Topics