هرات ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٢): د هرات امنيه قوماندانۍ وايي، چې د تښتوونکو له بنده يې يو ماشوم ازاد کړى او د ياد ماشوم د تښوونې په تړاو يې درې تنه نيولي دي.
د هرات امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره د تلې په ٢٨مه په يوه خبري غونډه کې وويل، چې تېر ماښام په کرخ ولسوالۍ کې د عبدالمتين په نامه ۱۳ کلن ماشوم څو تنو د لوبو له ځايه تښتولى و.
هغه زياته کړه، د ماشوم کورنۍ پوليسو ته خبر ورکړى و، چې له خبرېدوسره سم پوليسو په سيمه کې عمليات پيل کړل او د يوه ساعت په اوږدو کې يې ياد ماشوم پيدا او درې تنه عاملين يې ونيول .
دى وايي، چې د عملياتو پر مهال جګړه نه ده شوې او نه هم چاته مرګ ژوبله اوښتې.
امنيه قوماندان ژغورل شوى ماشوم عبدالمتين هم رسنيو ته وښود . هغه له پوليسو مننه وکړه، چې دى يې د تښتوونکو له منګولو وژغوره.
هغه زياته کړه، چې تښتوونکو ډبولى و او بيا يې سترګې ورته تړلې وې او دغرونو پر لوري يې بيولى و.
ويل کېږي، چې ياد ماشوم د سيمې د يوه شتمن زوی دى او تښتوونکو هڅه کوله ، چې له کورنۍ څخه يې پيسې ترلاسه کړي.
د يادونې ده. تېر کال په دغه ولايت کې د تښتوونکو تر يو شمېر پېښو وروسته په دې وروستيو کې دا پېښې کمې شوې دي.
تېر کال د علي سينا په نوم د يوه سوداګر زوى تر تښتول کېدو وروسته وژل شوى و، چې د هرات ولايت د خلکو په ګډون د ټول هېواد او نړيوالو غبرګون يې راپارولى و.
وروستو محکمې د ياد ماشوم تښتوونکو ته د مرګ سزا ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP