کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۳): مسوولین وايي، نن په هلمند، کندهار، ننګرهار، کندوز، میدانوردګو او غزني ولایتونو کې له ۲۱ زره کورنیو سره د خوراکي توکو او له کروندګرو سره د اصلاح شوي تخم او نورو وسایلو مرسته وشوه.
په هلمند کې د کلیو پراختیا ریاست له لوري د خوړو نړۍوال پروګرام په همکارۍ له ۴۹۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت د والي ویاند وایي، په یادو مرستو کې لومړني خوراکي توکي او د ماشومانو د تغذیې مواد شامل وو.
ورته مهال، ننګرهار کې هم له نږدې ۱۲ زره کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د کليو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په جلالاباد ښار کې له ۱۱ زره ۹۸۳ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته د ۲۹۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي توکي ورکول شوي دي.
همدارنګه په کندوز ولایت کې هم له دوو زرو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په بېوزلو کورنیو وېشل شوې ده چې لومړني خوراکي مواد او د ماشومانو د تغذیې ځانګړي خواړه پهکې شامل وو.
بل لور ته بیا په غزني او میدانوردګ ولایتونو کې له هم پر ۵۷۰۰ کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
مسوولین وايي، دغه مرستې میدانوردګ ولایت کې پر ۴۷۰۰ کورنیو او غزني ولایت کې ۱۴۰۰ کورنیو وېشل شوې دي.
په همدې حال کې د کندهار ولایت مسوولین وايي، په دغه ولایت کې پر څه باندې ۷۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره وېشل شوي دي.
دوی وایي، یادې مرستې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي مرسته ترسره شوې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









