کندهار (پژواک ٣٠ تله ٩٢): په کندهار ولايت کې د يوه داخلي بريد په ترڅ کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا درې نور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د ژېړۍ ولسوالۍ په نلغام سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې دوو سيمه ييزو پوليسو پر خپلو ملګرو ډزې کړې او درې تنه يې وژلي دي.
د ژېړۍ ولسوال حاجي جمال اغا د پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک ته وويل، چې بريد کوونکي له سيمې تښتېدلي دي.
خو نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې يې د تښتېدلو پوليسو د نيولو هڅې پيل کړې او له هغو کسانو به هم پوښتنې وکړي چې د دغوم پوليسو ضمانتونه يې کړي وو.
وسله والو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې د ژېړۍ په نلغام سيمه کې د ولي محمد په نامه د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.