غزني (پژواک ٤ لړم ٩٢): په غزني کې د ٢٠١٣ کال د مراسمو د تياري لپاره د ځانګړې غونډې پر مهال د ولايت پر ودانۍ دوه توغندي وويشتل شول ، چې له امله يې غونډه ګډوډه شوه، خو وروسته حالت بېرته عادي شو.
په دې غونډه کې د ګډون لپاره د کورنيو چارو وزير عمر داوودزى، د مشرانو جرګې مرستيال محمد عالم ايزديار، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشره سيما سمر، يو شمېر چارواکي، د ولسي او مشرانو جرګو ځينې استازي هم ورغلي وو.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غونډې پر مهال مخالفينو دوه توغندي د ولايت پر ودانۍ وتوغول، خو زيان يې نه دى اړولى.
نوموړى زياتوي، يو توغندى د و لايت د ودانۍ تر څنګ او دويم يې د ودانۍ مخ ته پر سړک ولګېد، خو ځاني زيان نه لري.
د احمدي په خبره،امنيتي ځواکونه د توغنديو د ويشتل کېدو سيمې ته رسېدلي او د دغه کار د عاملينو د نيول په هخه کې دي.
غونډه سهار نهه بجې د ولايت مقام په تالار کې پيل شوه او شاوخوا لس بجې د غزني ښار له لوېديځ لوري د ولايت پر ودانۍ دوه توغندي وتوغول شول، په لومړيو کې داسې ګومان کېده چې کومه چاودنه ده.
خو د غونډې په ترڅ کې د کورنيو چارو وزير عمر داوود زي وويل، د غزني د ٢٠١٣ کال مراسم به په خوندي او امن فضا کې شاوخوا يوه مياشت وروسته ترسره شي.
هغه د دولت له مخالفو وسله والو وغوښتل، چې دغه ملي او اسلامي مراسم ګډوډ نه کړي او په دې ورځ له نا امنۍ لاس واخلي.
غزني ښار په ٢٠٠٧ کال د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور وزيرانو له لوري په ٢٠١٣ کال د اسلامي تمدن پلازمېنه ونول شو، چې لومړي مراسم يې د روان کال د وري په مياشت کې او وروستي هغه به يې د لړم مياشتې په وروستيو کې تر سره شي.
د غزني والي موسى خان اکبرزاده وايي،د نن غونډې ته يې ځانګړې تياري نيولې وه، د ولايت په ودانۍ کې يې د افغانستان څلوېښت متره بيرغ پورته کړ او د سولې غوښتنې په پلمه يې څلوېښت کوترې هوا ته خوشې کړې.
د نن د مراسمو يو ګډونوال انجنير حبيب الله وايي، د غونډې په پاى کې تفريحي پرواګرمونه هم ترسره شول، چې په کې لوبې او اتڼونه شامل وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن