کندهار( پژواک، ٤ لړم ٩٢): د کندهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د نوم ليکنې د ګرځنده ټيمونو له فعاليت سره د کارټ ورکولو لړۍ چټکه شوې او تر دې مهاله ١١٠ زرو تنو کارټونه اخيستي دي.
تر دې وړاندې په کندهار ښار او ولسواليو کې ګڼ شمېر خلکو شکايتونه کول، چې د نوم ليکنې مرکزونه لږ او مامورين يې د ډېر کار وړتيا نه لري او په ورځو ورځو د کارټونو اخيستلو ته انتظار باسي.
خو اوس د ټاکنو د کمېسيون مسوولين وايي، چې له ګرځنده ټيمونو سره دغه ستونزه هواره شوې ده.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول نجيب حقپرست پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې له پيله بيا تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسواليو کې ١١٠ زرو کارټونه تر لاسه کړي، چې ٢٥ زره تنې يې ښځې دي.
هغه زياته کړه، په پيل کې د نوم ليکنې لړۍ ډېره ورو وه، ځکه په پيل کې د خلکو دلچسپي کمه وه، خو وروسته دغه لړۍ چټکه شوه.
دى وايي، اوسمهال د کندهار په ټولو ولسواليو کې د نوم ليکنې ګرځنده ټيمونو کار پيل کړى او دغه ټيمونه د ملي او سيمه ييزو پوليسو په مرسته کليو ته ځي او خلکو ته کارټونه وېشي.
د نوموړي په وينا، تر دې مهاله يې ټيمونو په ولسواليو کې له کومې ستونزې سره مخ شوي نه دي او کارونه يې په ښه توګه پر مخ روان دي.
حقپرست په کندهار کې د ولايتي شورا د کانديدانو د نوملړ په اړه وويل، چې په پيل کې د کندهار د ولايتي شورا د ١٥ څوکيو لپاره ٨١ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې په لومړني ليست کې د ٦٨ تنو نومونه راغلي او ١٣ تنه د بېلابېلو لاملونو له مخې پاتې شوي دي.
دى وايي، په دې برخه کې يې د پاتې کانديدانو شکايتونه درج کړي او تر راتلونکو څو ورځو يې مرکز کابل ته د څېړلو په موخه لېږي.
د کندهار د ولايتي شورا په لومړي خپاره شوي نوملړ کې ٧ تنې مېرمنې دي، چې د کانديدانو ډېره برخه ځوانان او پاتې يې قومي مشران جوړوي.
حقپرست له لومړني خپاره شوي ليست څخه د پاتې کسانو د ويستلو د لامل په اړه معلومات ورنه کړل او يوازې دومره يې وويل، چې دا کار په مرکز کې شوى او هغوى تر اوسه ورته معلومات نه دي ورکړي.
د حاجي قدرت الله کليوال په نوم يوه کانديد، چې نوم يې په لومړني خپاره شوي ليست کې نه دى راغلى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کانديداتورۍ ټول شرايط يې پوره کړې وو، خو بيا يې هم نوم ويستل شوى دى.
هغه وويل، په دې برخه کې به له پاتې کانديدانو سره يو ځاى خپل شکايتونه درجوي او له اړوندې ادارې به وضاحت غواړي.
د نوموړي په وينا، په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوولينو هم ورته ويلي، چې د هغوى اړوند ټول اسناد کابل ته لېږل شوي وو او له ليست څخه همالته ويستل شوي دي.