کابل (پژواک ٨ لړم ٩٢): په کندهار ښار کې پر يوې ښځينه پوليسې ډزې شوې، دا خپله ټپي شوې خو زوې يې وژل شوى دى.
د دغه ولايت يوې امنيتې سرچينې چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله، د لړم په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار نهه بجې د کندهار ښار په زيارت سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، د راضيې په نوم يوه پوليسه چې له خپل زوى سره پر موټرسايکل سپره وه، د ناپېژانده وسله والو له خواپرې بريد شوى دى.
دغه سرچينه وايي، چې په دغه بريد کې راضيه ټپي شوې، خو زوى يې وژل شوى او بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.
د سرچينې په وينا، راضيه دا مهال په روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
يادې پوليسې په ډنډ ولسوالۍ کې دنده ترسره کوي.
د يادونې ده، تر دې مخکې هم په کندهار او هلمند ولايتونو کې پر ښځينه پوليسو بريدونه شوي او ځينې يېوژل شوې دي.