پلخمري(پژواک، ١٠ لړم ٩٢):په بغلان کې د واده په مراسمو کې ماين چاودنې، لس تنه ټپيان کړل، چې د پنځو تنو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى.
د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره شپه لس بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د کندهاريانو په کلي کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړى زياتوي، چاودنه له مخکې ځاى پر ځاى شوي ماين له امله رامنځ ته شوې، چې په يو کور کې د واده د مراسمو پر مهال وچاود.
هغه دغه پېښه وغندله او زياته يې کړه، چې چاودنې څلور مېرمنې او درې ماشومان هم ټپيان کړي او د درملنې لپاره د مرکزي بغلان روغتون ته لېږدول شوي.
د مرکزي بغلان روغتون د جراحي څانګې ډاکټر خليل نرمګوي وايي، د دې پېښې لس ټپيان روغتون ته ور وړل شوي دي.
هغه زياته کړه، په ټپيانو کې د پنځو تنو حالت د اندېښنې وړ و او د ښې درمنلې په موخه د کندز ولايت روغتون ته ولېږدول شول.
تر دې مهال د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې، خو د بغلان پوليس وايي، چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن