Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

فيض اباد (پژواک، ١١ لړم ٩٢): د بدخشان ولايت په ارغنجخوا ولسوالۍ کې په يوه ترافيکي پېښه کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بدخشان د ارغنجخوا ولسوال سيد عمران پيام د لړم په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د يادې ولسوالۍ د سم دره سيمې ته د حرکت په حال کې وو، چې د لارې په اوږدو کې د يوه کوتل په سر يې موټر تخنيکي ستونزه پيدا کړه او چپه شو.

د ده په وينا، په پېښه کې د ده موټرچلوونکى او دوه ساتونکي يې مړه شوي، دى او د ولسوالۍ د  کرنې مدير عبدالرووف ټپيان دي، خو ټپونه يې برسېرن دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.