Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په يوه جومات کې چاودنې درې سيمه ييز پوليس وژلي

ښرنه (پژواک ١٢ لړم ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ په يوه جومات کې ماين چاودنې درې سيمه ييز پوليس وژلي او يو يې ټپي کړى دى.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د لړم په ۱۲مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه د خيرکوټ ولسوالۍ د سې ګانې په کلي کې رامنځ ته شوې ده.

 نوموړي زياته کړه، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه ، چې ياد پوليس د ماخوستن لمانځه لپاره جومات ته په ننوتو وو.

 د امنيه قوماندان په خبره، چې په چاودنه کې د درېيو پوليسو د وژل کېدو او يوه بل د ټپي کېدو تر څنګ جومات هم زيانمن شوى دى.

 ځدراڼ په جوماتونو کې دا ډول کړنې جنايت وباله او عاملين يې د هېواد او دين دښمنان وبلل.

 د يادې سيمې يوه اوسېدونکي خالد پژواک ته وويل، چې د تېرې شپې چاودنې درې سيمه ييز پوليس وژلي او يو بل يې ژوبل کړی دی.

تر دې مهاله د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

علي محمد نظري

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.